لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان پوله به زر پرانستل شي:سر تاج عزیز


د پاکستان وزیراعظم د خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز ویلي پاک افغان پوله به ډیر زر پرانستل شي، اخوا په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخیلوال نن په سوشل میډیا یو بیان کې ویلي د تورخم او چمن پوله به نن په عارضي توګه خلک پریښودل شي.

نن په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره د خبرو اترو په وخت د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز ویلي پاک افغان پوله يې په پاکستان کې د ترهګرو پیښو وروستو تړلې وه، او ګڼي د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي. ښاغلي سرتاج عزیز دا هم منلې افغان حکومت هم د پاکستان په اړه دغه اندیښنې لري چې په افغانستان کې فعاله تندروه ګوندونه د پاکستان په خاوره پناه ځایونه لري.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په فیس بک په خپل بیان کې هیله څرګند کړی چې پاکستاني چارواکي به نن ناروغانو، ښځو، سپین ږیرو او هغه کسانو ته د تګ اجازه ورکړي څوک چې د تیرو څو ورځو راهسې د پولې دې غاړه ګیر دي. په دغه بیان کې افغان سفیر په افغانانو غږ کړی بغیر د سفري دستاویزاتو دې پاکستان ته غیر ضروري سفر کولو نه ډده اوکړي.

اخوا د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامې ویلي د تورخم پوله نن په نهمه ورځ هم تړلی وه او یواځې هغه افغانان يې افغانستان ته پریښي څوک چې د تیرې یوې اونۍ راهسې د لواړګي په بازار کې د پولې پرانستو په طمه ناست وو.

د پاکستان او افغانستان د پولې تړلو تر ټولو زیات تاوان د پاکستان نه افغانستان ته د تجارتي توکو وړونکو سوداګرو ته رسیږي. د چمن او تورخم په لویو لارو په ټرکونو کې اکثره کبان، شنې میوې لکه مالټې، کیلې، سبزیانې او د چرګ غوښه بار دي. د تیرو نهو ورځو راهسې د تړلې پولې له امله سوداګو ته یا دغه توکي خرابیدو ته نژدی شوي او یا يې بیرته په پاکستاني مارکیټ کې په ارزانو بېعو خرڅوي.

د پاکستان د بې څارې امنیتي ګامونو او یو طرفه د پولې تړلو پرته هم په پوله امنیتي وضعه ترینګلې یا حساسه ده. د دواړو هیوادونو تر منځ دوه نیم زره کلومیټره اوږده د ډیورنډ لانجمنه پوله باندې دواړو خواو ته پښتانه اوسیږي. د تیرو نژدی اوو دیرشو کالو راسې په یو او یا په بل نوم مذهبي تندلاري، د پاکستان لخوا افغانستان کې د واکمنو حکومتونو پرضد په عملیاتو او ترهګرۍ کې بوخت پاتې شوي. او اوس پاکستان تور لګوي چې ځېني ترهګرې ډلی د پولې بلې غاړې یعنې افغانستان نه په پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.افغانستان هم د تیرو څو لسیزو راسې دغه تور په پاکستان لګوي.

افغانستان د ډیورنډ پوله په رسمي توګه نه مني خو پاکستان غواړي افغانستان او نوره نړۍ دې دغه پوله په رسمي حد اومني.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG