لاس رسیدونکی لینک

افغان چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو په تورخم کې پر دوي برید کړی


افغان چارواکي وايي د پاکستان ملیشه ځواکونو په تورخم سرحدي ښار کې د افغانستان په یوشمیر پوځي ودانیو باندې بریدونه کړیدي.

د ننګرهار د والي دفتر دغه بریدونه تایید کړیدي خو د برید د لامل او د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ور نه کړل.

په ننګرهار کې د افغان ملي پولیسو چارواکو امریکا غږ ته وویل چې برید په یو اړخیزه توګه د پاکستاني لوري لخوا شوی دی او افغان ځواکونه د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي خو د کابل اجازې ته په تمه دي. هوټلونه او دوکانونه تړل شوي دي او خلک د ډزو له امله له سیمې څخه د وتلو په حال کې دي.

د تورخم سرحدي سیمه کې دا بریدونه څو ساعته وروسته له هاغې وشول چې په چمن کې د دواړو غاړو سرتیرو ترمنځ نښتې شویدي چې پکې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني رسنیو د ځایي پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې په تورخم کې برید د افغان سرتیرو لخوا شویدی.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ په دې وروستیو کې د پولې د جنجالونو پسر اړیکې سختې تاوژنې شوي دي.

کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې طالبان اؤ نورې وسله والې ډلې ساتلي اؤ افغانستان کې پرې جګړې ته دوام ورکوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند ویلي پاکستان د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ د جوړجاړي هڅې کړي هم دي اؤ بیا یې هم کوي خو هند افغانستان ځمکه د پاکستان په ضد کاروي. افغان حکومت دپاکستان دغه نظر په خپله خودمختارۍ پسې خندا ګڼي اؤ وایي افغانستان پخپلو پریکړو کې خپلواکه دی.

په ۲۴۰۰ کلومیټره اږده پاک افغان پوله باندې داسې یو شمیر کلي او ښار ګوټي شته چې د ملکیت په اړه يې سپیناوی نه دی شوی. په دغو کې د انګور اډه، مومندو سره د خویزو بیزو سیمه، کرمه کې ځیني کلي او د چمن روانه لانجه يې وروستي مثالونه دي.

په پدې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ادارو د پولې د خوندیتوب په نوم ځیني داسې ګامونه اخستي چې کابل پرې پوښتنې راپورته کړي. او په وروستیو کې يې د نور کله نه زیات د ډیورنډ کرښې قانوني حیثیت نه انکار کړی دی.

پاکستان ځان د انګریز د وخت افغانستان سره د شوو لوظنامو وارث ګڼي. خو افغانستان تل وايي دغه لوظنامې د وخت جبر د هغه وخت په افغان حکومت په زور ورتپلي.

XS
SM
MD
LG