لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ۳۴ فیصده زنانه انټرنیټ کارونکې زورول کیږي


د یوې تازه څېړنې له مخې په پاکستان کې د انټرنیټ کارونکو زنانه وو ۳۴ فیصده د نارینه و لخوا ان لاین ویرول کېږي چې پکې زیاته برخه د کوټې، کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او ملتان د زنانه وو ده.

ډیجېټل رایټس فاونډیشن اف پاکستان د تیر یو کال په موده کې د پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلتستان څخه ۱۴۰۰ زنانه وو ته د ان لاین یرولو او ډیجیټل خوندیتوب په اړه اګاهي ورکړې وه او بیا یې د هغو مرکې هم ثبت کړې وې.

د یادې ادارې لخوا د ترسره شوې سروې له پایلو څخه ښکاري چې له ۷۰ فیصدو زیاتې زنانه د پاکستان د سایبر له قانون نه اډوخبر نه دي.

د پاکستان ایین او په ۲۰۱۶ کال کې د برښنايي جرمونو د مخنیوي قانون (پریوینش اف الیکټرانیک کرایم ایکټ) هر پاکستاني وګړي ته د تحفظ ضمانت ورکوي.

ددغې څېړنې له مخې د زنانه وو تر ټولو زیاته برخه یعنې ۶۷ فیصده فیس بک کاروي او یوه بل ته د پیغامونو د لېږلو لپاره واټس اپ او سکایپ هم استعمالوي.

د ډیجیټل رایټس فاونډیشن مشر نیګداد ددغو شمېرو د اهمیت په اړه وايي وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ایي ای ته د زنانه وو د یرولو په هکله تر ټولو زیات شکایتونه د فیسبوک په اړه راځي.

(ددې څېړنې مقصد د انټرنیټ له لارې د زنانه وو پرضد د تشدد د کچې تلل وو. پدې څېړنه کې د هغو زنانو رویو ته هم کتنه شوېده څوک چې د انټرنیټ یا ټیلیفون له لارې یرول شویدي. بل دا معلومول وه چې څومره زنانه پدې هکله له قانون نه خبرې دي.)

ډ ډیجیټل رایټس فاونډیشن په سروې کې له ۱۴۰۰ زنانه وو څخه ۴۸۵ یعنې ۳۴ فیصدو یې ویل چې هغوي د نارینه وو لخوا انلاین ویرول شویدي.

۴۰ فیصده نورو زنانه وو بیا ویل چې هغوي د واټس اپ او مسینجر له لیارې پریشانه کړی شویدي.

پدغه تحقیق کې د شاملو ۵۰ فیصده زنانو وینا وه چې د ان لاین سټاکینګ یا د پیژندګلو د پټ ساتونکو لخوا په نښه شویدي. په اغیزمنو زنانه وو کې تر ټولو زیاته شمېره د پنډۍ، ملتان او کراچۍ د زنانو وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG