لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ او د سیمې په خبرونو یو نظر


د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر د عراق له پوځ او د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو څخه غوښتي دي چې د داعش په وړاندې د جګړې په تکتیکونو دې یوځل بیا لا سره غور وکړي.

دده په وینا امنیتي ځواکونه باید د داعش پداسې لومه کې وه نه نښلي چې په ترڅ کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.

زید رعد الحسین نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې داعش هسې هم د ملکي وګړو ترمنځ پټیږي او نړیوال ایتلاف باید پداسې ځایونو هوایي بریدونه ترسره نه کړي په کومو کې چې د ملکي خلکو د اوسېدو ویره موجوده وي.

-------

ملګروملتونو د دوشنبې په ورځ په اټومي وسلو باندې د نړیوال بندیز په اړه خبرې پیل کړې چې ځینې هیوادونه یې مخالفت کوي.
ددغه بندیز پلوي هیوادونه اټومي وسلې نړیوال امنیت ته ګواښ ګڼي او خبرداری ورکوي چې که داسې وسلې وکارول شي نو ډیرې ویجاړونکې پایلې به له ځانه سره ولري.

د بې وسلې کولو په برخه کې د ملګرومتلونو یوه جګ پوړي استازي وون سوو وویل چې اټومي وسلې بشریت ته ستر ګواښ متوجه کوي او دا مهال تر بل هر وخت زیات ددغو وسلو د له منځه وړلو اړتیا ده.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې وویل دا ددوي دنده ده چې خلک وژغوري.

--------

په روسیه کې یوې محکمې د مخالفینو یو مشر او د فساد پرضد یوه بلاګ چلونکی الیکسي ناونې د پولیسو سره د مقاومت له امله په ۱۵ ورځو بند محکوم کړی او ۳۵۰ ډالره یې جریمه کړیدی.

چارواکي وایې چې یاد کس په ماسکو کې غیرقانوني سترې مظاهرې تنظیم کړې وې.

الیکسې په ده باندې دغه ټول لږول شوي تورونه رد کړیدي.

-------

د ایران د بالسټیک میزایلو د پروګرام پرضد د امریکایي وکیلانو له خوا د لا زیاتو بندیزونو له غوښتنې سره د امریکا دریو پخوانیو جګ پوړو چارواکو هم ملاتړ څرګند کړیدی.

دغه درې چارواکي یو د بهرنیو چارو په وزارت کې د وسلو د کنټرول او نړیوال امنیت مرستیال رابړټ جوزیف، د اوباما په اداره کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پي جې کرولې او د متحده ایالاتو د سمندري ځواک پخوانی قومندان جنرال جیمز کانوي شامل دي.

پدې لړ کې به د ټولو هغو کسانو او ادارو پرضد بندیزونه ولږول شي څوک چې د بالسټیک میزایلو په برخه کې ښکیل دي.

--------

مانټینیګرو د ناټو دغړیتوب د ترلاسه کولو په برخه کې یو ګام نور هم نږدې شویدی.

د دوشنبې په ورځ ۹۷ سناتورانو په ناټو کې د مانټینیګرو د ورګډیدو ملاتړ کړی او تمه ده چې پدې اړه به وروستۍ رایه اچونه نن ترسره شي.

امریکایي چارواکي وايي چې پدې سره به امنیت خوندي او د ناټو ایتلاف به لا ځواکمن شي.

------

ددې میاشتې په سرکې د امریکا د بهرنیو چارو ریکس ټیلرسن په یوه لیک کې له سنا څخه غوښتي وه چې په ناټو کې د مانټینیګرو ورګډیدل دې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې څخه مخکې تصویب کړي.

ټاکل شویده چې د ناټو راتلونکې سرمشریزه به په مې میاشت کې ترسره شي چې د ناټو د غړو هیوادونو مشران به پکې ګډون وکړي.

-------

ملګرو ملتونو ویلي ، په تیرو دریو میاشتو کې د ناامنیو له امله په افغانستان کې نږدې ۴۷ زره افغانان له خپلو استوګنو بې ځایه شوي دي .

د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په خپورشوي رپوټ کې دناامنیو له امله د کډوالو دبې ځایه کیدودشمیرپه زیاتوالي ژوره اندیښنه څرکنده کړې او ویلي دي د روان د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۴۷ زره څلورسوه څلور تنه بې ځایه شوي چې د بې ځایه شویو زیات شمیر دافغانستان په کندز او بغلان ولایتونو سره تعلق لري.

په ورته وخت کې دافغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي ،له بې ځایه شویو کډوالو سره ددې وزارت دمرستو کومه ځانګړې بودیجه شتون لري خو دوزارت په هلوځلو دمرسته کوونکو بیسټونوله لوري له بې ځایه شویو کډوالو سره دمرستې لړۍ دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG