لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناټو په مهمه غونډه کې په افغانستان، اروپا او داعش خبرې کیږي


Obama US Poland
Obama US Poland

په وارسا کې د ناټو اتلاف د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د جمعې په ورځ پېل شوی. په غونډه کې د افغانستان د ځواکونو ملاتړ جاري ساتل، خودسره اسلامي ریاست یا داعش ته ماتې ورکول او د ناټو شرقي برخو کې د روس د راپارونکو ګامونو مخه نیول مهم موضوعات دي.

د سوړ جنګ وروستود پولینډ په وارسا ښار کې د ناټو دغه غونډه ډیره مهمه ګڼل کیږي. د امریکا صدر بارک اوباما هم نن په دغه مهمه غونډه کې برخه اخلي چې پکې د یورپي یونین نه د برطانې ځان له کیدل هم د ایجنډې مهمه موضوع ده.

د نیټو غونډې په شورو کې د یورپي یونین مشرانو سره د ملاقات وروستو صدر اوبامه وېلي امریکا په متحده یورپ کې مضبوطه او نه ختمیدونکې دلچسپي لري. نوموړي وېلي هغه په دې پوره باور لري چې برطانیه او یورپي یونین به په منظمه توګه د انتقالي عمل یقیني کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د امریکا صدر بارک اوباما تیره ورځ اعلان کړی وو د افغانستان نه به د امریکاېي عسکرو د راویستلو پروسه ورو کوي. د دغې وړاندې امریکا پلان لرلو چې د روان کال اخره پوره به افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیره ۵۵۰۰ ته راکموي. اوس په داسې حال چې د امریکاېي عسکرو د شمیر په اړه اندېښنې ختمې شوي کار پوهان ګڼي په وارسا کې د ناټو مشران به د افغانستان په اړه يه یوه سټراټېجۍ کار اوکړي.

په واشنګټن کې د څیړنیزی ادارې سنټر فار سټراټېجک اینډ انټرنیشنل سټډیز سره کار کونکې څیړنکار انټوني کورډسمن وویلي ٫٫ مونږ له سپینه خبره پکار ده. ناټو سره بله لارنشته؛ د خطرونو لپاره څوک ترجیحي درجې نه ټاکي، پکار ده چې له ټولو خطرونو سره مقابله وشي.٬٬

افغانستان دا مهال د ډیرو ستونزو سره مخامخ دی چې پکښې، خراب اقتصادي حالت، د طالبانو سره د سولې خبرې او د افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتیدل شامل دي.

د ناټو اتحاد په روانه غونډه کې د خودسره اسلامي ریاست یا داعش پرضد روانه جګړه هم مهمه موضوع ده.د ناټو غړو هیوادونو خپل عسکر دامریکا په مشرۍ کې جوړ اېتلاف کې شامل کړي دي. تیرکال په فرانس کې د ترهګر برید وروسته د ناټو یو شمیر غړو هیوادونو له خوا نه په ناټو غږ کړی وو چې د مجموعي دفاع په نامه د داعش پرضد کوټلي گامونه پورته کړي.

د جان هاپکنز نړۍ والو مطالعاتو د پوهنځی استاد ډېنیل سرور واېس اف امریکا ته وېليفکر کوم چې ناټو به په رسمي ډول په شام او عراق کې په غټه کچه مداخلت ونکړي، ځکه مونږ په شام کې د روسې همکاری ته اړتیا لرو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG