لاس رسیدونکی لینک

امرېکې په افغانستان کې د داعش پرضد ترټولو دروند بم غورځولی، ۳۶ داعشيان وژل شوي


امرېکې په افغانستان کې په داعش ترټولو لویی بم ورويشتې

امریکايي جنګي الوتکې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د داعش په پټو مرکزونو تر ټولو دروند بم چې ورته د "ټولو بمونو مور " ويل کيږي کارولی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت لخوا جاري شوې يوه رسمي خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغه بم داغلو کې د داعش ۳۶ وسله وال وژل شوي او د وسلې يوه لويه ذخيره يې تباه کړل شوې ده.

بيان کې ويل شوي چې په دغه بريد کې عام ملکي وګړي نه دي وژل شوي.

د افغانستان د صدر اشرف غني له دفتره جاري شوي بيان کې ويل شوي چې دا عمليات د افغان دفاعي ځواکونو سره په شريکه ترسره شوي دي.

بيان زياتوي چې افغان ځواکونه د ناټو د قاطع ماموريت د ځواکونو سره په ګډه د نورو ترهه ګرو ډلو پرضد هم عمليات کوي.

دغه درو ند بم (چې ورته MOAB ويل کېږي) يوه لسيزه وړاندې جوړ شوی او کله هم په جنګي عملياتو کې نه دی کارېدلی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني وي او ای ته ويلي چې ځايي چارواکي د بم په بريد له وړاندې څخه نه وو خبر کړل شوي.

امريکايي صدر ډونلډټرمپ داسې اشارې ورکړي چې د داعش پرضد د عملياتو يې په بشپړ ډول اجازه ورکړې ده. هغه د دې عملياتو د موخې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې داسې اشارې هم ورکړي چې د دې د لارې شمالي کوريا ته يو زورور پېغام ورکړي د چا په اړه چې داسې ګنګوسې دي چې هغوي په دې نزديو کې د يوې بلې جوهري وسلې ازموينه کوي.

ډونلډټرمپ د زيارت په ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي "زۀ نه يم خبر چې دا به شمالي کوريا ته څه پېغام ورکړي يا نه ، ولې دا څه فرق هم نه پرېباسي".

هغه ويلي چې شمالي کوريا يوه مسله ده او دوي به ورسره په راتلونکي کې ګوري.

پېنټاګون په يو بيان کې ويلي چې جي بي يو ۴۳ بم (د پوځي نوم) تېره ورځ د پاکستان سره پولې ته نزدې د ننګرهار ولايت په اچين اولسوالۍ کې د داعش په غارونو او سمڅو کې جوړ مرکز باندې داغلی شوی وو.

د پېنټاګون وياند اېډم سټمپ ويلي په جنګي حالاتو کې دغه ۱۱ ټنه دروند بم په وړومبي ځل کارول شوی دی. دا بم "د بمونو مور" بلل کېږي.

د افغان صدر اشرف غني دفتر د زيارت په ورځ د ټولنيزو رسنيو په وېبپاڼه ټويټر ويلي "د دې عملياتو مقصد افغان ملي او امريکايي ځواکونو سره مرسته کول وو چي داسې دې دواړو ته خطر کم کړل شي، له حملې وړاندې احتياطي ګامونه هم اخستل شوي وو چې ملکي وګړو ته پکې زيان ونه رسي".

ټرمپ ويلي چې په افغانستان کې "دا يو بل کامياب عمليات وو" او زياته کړې يې ده چې "هغه په خپل پوځ وياړي".

له دې وړاندې د سپينې ماڼۍ وياند شان سپايسر خبريالانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د داعش پرضد عمليات د امريکايي او اتحاديانو لپاره ضروري شوي وو.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکولسن ويلي چې په افغانستان کې د داعش د تندلارو فعاليتونه سېوا کېدل او دوي په ځمکه کې دننه سرنګونه کارول چې ځان د دغه لارې بچ وساتي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرکزي دفتر له خوا مطبوعاتو ته جاري شوي بیان کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش خلاف د ایټم بم نه پس د دوېم لوی بم د استعمالېدو تصدیق کړی وو.

بیان کې ويل شوي وو چې دا بم په اچین کې په هغه غارونو یا سمڅو جنګي هوايي جهاز وغورځولو چې داعش وسله والو د خپل مرکز په توګه استعمالول.


په واشنګټن کې صدر ډونلډ ټرمپ وویل د داعش خلاف د پوځي کاروايۍ امر هغه کړی وو.

پوځي چارواکي وايي د امريکې پوځ په خپل تاريخ کې کله هم دومره لوی بم نه دی کارولی .

دغه بم غېر ايټمي بم دی چې ورته د ټولو بمونو مور (Mother of all bombs) هم وېلی کيږي.

چارواکي وايي دا بم 21 زره پونډه وزني دی.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي په ننګرهار کې د امریکې د لوې بم په کلکه غندنه کړې او ويلي يې دي، دا د ترهګرۍ خلاف جنګ نه دی بلکه په بې رحمه توګه د افغانستان خاوره په ناجایزه توګه د جدیدې وسلې د ازموینې دپاره استعمالیږي. هغه ويلي افغانانو ته پکار دي چې د امریکې ددغه تګ لارې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG