لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي سیمې د موباېل ټیلیفون سهولت نه بی برخې دي


د مومندو ایجنسې په شان په باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان کښې هم څو څو وارې انټرنټ او موبائل ټیلیفونونه تړل شوي.
د مومندو ایجنسې په شان په باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان کښې هم څو څو وارې انټرنټ او موبائل ټیلیفونونه تړل شوي.

اشفاق مومند

د تیرو دوو میاشتو راهسې د پاکستان قبایلي سیمې مومندو ایجنسۍ په لکونو خلک د موبایل (ګرځېنده) ټیلې فون سهولت نه لري.

دمومندو او نور قبايلي سیمو زمکني ټیلې فون(لینډلاېن) د وړاندې نه نشته او د یو بل د حال احوال اغستو او د خپلو خپلوانو سره رابطو لپاره په دغه سیمه کښې یواځینۍ لار موبایل ټیلیفون دی. خو چارواکو ځاېي قبایلو ته د کومې وجې بغیر د تیرو دوو میاشتو راهسې د موبایل ټیلیفون سهولت تړلی دی.

پاکستاني چارواکو په قبایلي سیمو کښې کله د موباېل او کله د انټرنټ سروس تړل اوس لکه د هند تر ولقې لاندې کشمیر کښې د هندي ځواکونو تګلاره خپله کړیده.

په کشمیر کښې هم د اپریل په 19 مه نیټه انټرنیټ تړل شوی وو خو 20 ورځې وروستو بیرته بحال کړی شو. خو که د کشمیر او قبایلي سیمو قیصه کښې کوم یو بدل ټکی دی نو هغه دا چې کله په کشمیر کښې ظلم زیاتی اوشي یا د هغه ځايې خلک د عصري اسانتیاو نه بی برخې شي نو پاکستان کښې حکومت، سیاستمداران او میډیا يې په جار غندنه کوي. دغه غږونه او غندنې بیا ده بده مرغه قبايلي سیمو لپاره خاموش پاتې شي.

د قبایلي سیمې یو تن راج ولي (خپل نوم يې نه دی) وايي پینځه ځلې يې په مختلفو ځایونو کښې احتجاجي مظاهرې هم کړي خو میډیا پرې خاموشه او چارواکو پرې غوږ نه دی ګرولی.

د مومندو ایجنسې په شان د پاکستان په نور قبایلي سیمو لکه باجوړ، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کښې هم څو څو وارې انټرنټ او موبائل ټیلیفونونه تړل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG