لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان په وژنه کې تورن دوه نور کسان نیول شوي


د مشال خان پلارني کلي ته د غمرازۍ دپاره د سياسي او غیرسياسي پلاؤ د تگ سلسله جاري ده او دغه ډول د مشال د وژنې خلاف په ملکي کچ احتجاجي مظاهرې هم دوام لري
د مشال خان پلارني کلي ته د غمرازۍ دپاره د سياسي او غیرسياسي پلاؤ د تگ سلسله جاري ده او دغه ډول د مشال د وژنې خلاف په ملکي کچ احتجاجي مظاهرې هم دوام لري

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د طالب علم مشال خان په وژنه کې تورن دوه نور کسان نيول شوي دي.

د مردان ضلعې د پولیس مشر مياسعيد پخلی کړی چې دواړه تورن ملزمان يې د مشال خان د وژنې په ورځ جوړې شوې ويډيو کې د پیژندګلو وروستو نيولي دي.

د پولیس افسر په وينا په نيول شوؤ کسانو کې بلال بخش د پوهنتون سيکيورټي افسر او اميرتنګي طالب علم دی.

پولیس ويلي د بلال بخش يادګیرنه بل نيول شوي تن وجاهت په خپل اعترافي بيان کې هم کړې وه.

د پوليس مشر په وينا د مشال د وژنې په کیس کې نن د دوه کسانو د ګرفتارۍ سره د ټولو نيول شوؤ شمیره ۳۴ ته ورسیده، ۲۴ جیل ته لیږل شوي او اته نور پوليس سره په ريمانډ کې دي.

مشال خان لس ورځې وړاندې په پوهنتون کې وژل شوی او د پیښې رامنځته کیدو وروستو تړل شوی پوهنتون لا نه دی پرانستی شوی.

پوليس سرچينو ويلي تیره شپه په تهاڼه کې بند يو بل زده کوونکي اشرف علي په مشال خان د ګوزارونو کول منلي دي او په خپل بيان کې يې دا هم ويلي چې د نورو ګوزارونو هڅه يې کوله خو ګڼه ډېره وه او موقع په لاس ورنغلا.

هغه دا تور هم لګولی چې مشال د مذهب په اړه ښه سوچ نه لرلو.

د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د مشال خان د وژنې په دویمه ورځ نوټس اخستی او پوليس ته يې د کیس د پلټنو او راپور عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی ؤ.

څلور ورځې د خیبرپښتونخوا د پوليسو مشر صلاح الدين محسود عدالت ته حاضر شوی او ویلي يې ؤ د پیښې ۸۰فيصده پلټنې پوره شوي او زر به چالان عدالت ته وړاندې کړي.

عدالت صلاح الدين محسود ته په خپله د پلټنو د څارنې او هره اوونۍ عدالت ته د راپور وړاندې کولو امر کړی ؤ. د کیس اورېدنه ددې مياشتې ۲۷نیټې پورې ځنډول شوې وه.

بل لور ته د مشال خان پلارني کلي ته د غمرازۍ دپاره د سياسي او غیرسياسي پلاؤ د تگ سلسله جاري ده او دغه ډول د مشال د وژنې خلاف په ملکي کچ احتجاجي مظاهرې هم دوام لري.

د صوابۍ ځايي خلک وايي د مشال کور ته د ټولو سياسي ډلو او مدني ټولنې پلاوي راغلل، ولې تراوسه پورې د مذهبي سياسي ډلو جماعت اسلامي او جمعيت علمااسلام (ف) ډلې څوک نه دي ورغلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG