لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د ملگرو ملتونو د امن استازې او په پاکستان کې خاموشي


ملاله یوسفزۍ د ملگرو ملتونو د امن استازې او په پاکستان کې خاموشي
ملاله یوسفزۍ د ملگرو ملتونو د امن استازې او په پاکستان کې خاموشي

د ملګرو ملتونو (م.م و) لپاره د ملاله يوسفزۍ د سولې د استاذي جوړېدو خبر ته په پاکستان کې په رياستي کچه او په ميديا کې عمومي خاموشتيا هر چا ته ښکاره شوه

د انګريزي ژبې ورځپاڼې په دغه چپتيا باندې په خپله مقاله کې ليکي:

د ملاله يوسفزۍ د امن پيامبرې جوړېدو باندې پاکستان کې چپه چپتيا ده –

مقاله زياتوي ملاله د 14 کالو په عمر کې د جینکو تعلیم لپاره غږ پورته کولو له وجې د نړۍ توجه ځان ته راګرځولې وه چې طالبانو لا هغه وخت ویشتلي نه وه. ً

او دا چې ً یو ماشومې جینۍ ته د غرب ایجنټه ، غداره او د اسلام مخالفه ویلو سره ملاله پر ضد د نفرت داسې ماحول جوړ کړی شو چې هغه د وطن نه بهر په ژوند کولو مجبوره شوه.ً

د نوبل جاېزه ګټونکې پښتنې پېغلې ملاله يو سفزۍ پرله پسې کاميابيو او يو ځل د هغې په هېواد پاکستان کې منفي غبرګون راته د هغو خلکو ذهنيت را په ياد کړو

چې د تنکۍ ملاله د رڼا نه يريږي . نن به دغه د رڼاگانو غلا گر څه فکر کوي؟

ایا دوي به اوس هم نه مني٬ چې د قلم رفتار د ټوپک د گولۍ نه تیز دی-

او که نه دغه ذهنونو چې کومو تیارو کې ځانونه قید کړي د هغې نه وتل نه غواړي؟

د بدلون او بیداری نه یریدونکې دغه قوتونه په بیلا بیلوشکلونو کې دي . کله د مذهب په جامه کې د کوم ملا په څېره کې اوکله په ټي وي ناست دځېنې څیړن کارانو په صورت کې۰ دوي د هرې ملالې ، د هر شعور او د رڼا د هرې څيرې ساه بندول غواړي.

د دوي څیرې به بدلې وي خو کار یی یو ښکاري: نفرتونه کرل او د رڼا مخه نیول.

لکه چې شاعرغزيز مانېروال وايي:

ته نفرتونه خوروې زه محبت شيندمه : زمونږه کار جدا جدا دی سر پې مه خوږوه

نو که یو مُلا د ملاله غږ غلی نه کړی شي نو دهغوي د مفکورې ملګري او خپل سره څېړنکاران په مېډيا باندې د حق ویلو پر ځاید همیش په رنګ د نفرت او دروغو دومره لوړ دیوالونه جوړوي چې د ملاله یوسفزی کتاب ً آی ایم ملالهً ورته حرام ښکاري ـ

خبریال او څیړنکار عامر متین خپل ټویټ کې ملاله ته مبارکۍ ویلو سره سم د حکومت په رویه هم ټکونه کړي . دی وایی ً ملاله زمونږ تر ټولو ستره سفیره ده چې نړۍ هم ومنله . خو افسوس د نواز شریف حکومت ورته درناوی ورنه کړو.ً

ماته خو داسې ښکاري چې د تيرو دغه ملګري قوتونه ډیر زوره ور دي او داسې ښکاري چې په پاکستان کې جمهوريت ،انصاف او ریاست هم ورته مجبور دی که داسې نه وی نو نن به ولې په ملاله خاموشي وه.

د دې هر څه په وړاندې داسې ښکاري چې یا خو د ریاست واګې د تندلارو په لاسو کې دي او یا بیا ریاست دومره کمزوری دی چې د تیارو دغه خدایانو ته تسلیم شوی. که داسې نه ده نو بیا ولې ریاست ٬ د امن سفېرې ملاله یوسفزی ته ٬ په خپل وطن کې ٬ په امن سره د ژوند کولو ضمانت نه شي ورکولی؟

د تیارو او رڼا گانو تر منځ دا جنگ نوی نه دی.د پوهې او جهالت تر منځ دا جنگ همیش په امن تمام شوی. او نن هم د سوات ١٩ کلنې ملاله یوسفزی دا خبره په گرده نړۍ اومنله چې ًیو کتاب او یو قلم عالم بدلولی شي.ً

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG