لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي د ټرمپ او سرګې لواروف ترمنځ لیدنه مثبته وه


د روس د صدر ویاند دیمټري پسکوف خبریالانوته وویلي روس د امریکا سره د اړیکو د پرمختګ په برخه کې په احتیاط سره خوشبیني څرګندوي.

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هاغې وشوې چې د امریکا صدر د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لواروف سره په سپینه ماڼۍ کې د شام د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خبرو وروسته خبریالانو ته وویلي هغه له لواروف سره ډیر ښه ملاقات کړی.لواروف له ټرمپ سره د لیدو وروسته د روس په سفارت کې له خبریالانو ته ددغو خبرو په اړه لا زیاته رڼا واچوله.

( تر هر څه وړاندې مونږ په نړیوالو مسلو کې په ګډې همکارۍ باندې وغږیدو. دې نتیجې ته ورسېدو چې د ټولو ستونزو سره سره زمونږ دواړه هیوادونه په یوشمیر نړیوالو مسلو کې په ګډه کار کولی شي. مونږ د شام په اړه او پدغه هیواد کې د یوې ارامه سیمې په رامنځته کیدو باندې خبرې وکړې. له دې سره به په شام کې د تاوتریخوالي کمېدو ته لاره هواره شي.)

واک ته د رسېدو راهیسې دا لومړی ځل وه چې ټرمپ په لوړه کچه د روسي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې.

دا خبرې پداسې وخت کې وشوې چې یواځې یوه میاشت مخکې ټرمپ ویلي وه چې د امریکا او روس اړیکې تر بل هر وخت څخه په ټیټه کچه دي. لواروف همدارنګه هغه دعوې رد کړې چې ګنې د روس او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ اړیکې موجودې وې.

لواروف زیاته کړه چې سیاستوال د امریکا سیاسي سیستم ته زیان رسوي او پداسې دعووباندې امریکا ته توهین کوي.

د امریکا او روس چارواکي وايي پدې خبرې غور کیږي چې د جولای په میاشت کې په جرمني کې د ۲۰ پرمختللو هیوادونو د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ ممکنه ملاقات وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG