لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ایم ایم اې د وخت تعلیمي نصاب ښودل کیږي، عاطف خان


د پیښور پوهنتون پاکستان سټډي سنټر ښاغلی فضل رحيم مروت چې د کال ۲۰۰۸م نه ۲۰۱۳م پورې د پښتونخوا ټیکسټ بک بورډ مشر پاتې شوی وايي، دويې په خپل وخت کې چې په صوبه کې د عوامي نيشنل ګوند حکومت ؤ نصاب نرم کړی شوی ؤ او بله پکې غټه خبره دا راوستل شوې وه چې زیات پام پکې په محصل باندې ؤ او په استاد باندې نه ؤ".
د پیښور پوهنتون پاکستان سټډي سنټر ښاغلی فضل رحيم مروت چې د کال ۲۰۰۸م نه ۲۰۱۳م پورې د پښتونخوا ټیکسټ بک بورډ مشر پاتې شوی وايي، دويې په خپل وخت کې چې په صوبه کې د عوامي نيشنل ګوند حکومت ؤ نصاب نرم کړی شوی ؤ او بله پکې غټه خبره دا راوستل شوې وه چې زیات پام پکې په محصل باندې ؤ او په استاد باندې نه ؤ".

د خیبرپښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان وايي د صوبې په سکولونو کې هغه تعلیمي نصاب ماشومانو ته ښودل کیږي کوم چې د مذهبي ګوندون سیاسي ایتلاف متحده مجلس عمل په کال ۲۰۰۶ کې په خپل حکومت کې جوړ او عملي کړی وه.

عاطف خان د اسمبلۍ په غونډه کې ويلي دغه نصاب مرکزي حکومت د متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) صوبايي حکومت سره منلی وه او ددغه نصاب په رڼا کې جوړ شوي کتابونه ددوي نه وروسته د عوامي نشنل ګوند په حکومت کې هم چاپ شوي وه.

عاطف خان ویلي د تحریک انصاف حکومت په نصاب کې په خپله کوم بدلون نه دی راویستی.

د حکومت يو بل وزير شاه فرمان وويل د دويي حکومت په وړومبي ځل په نصاب کې د ختم نبوت مواد شامل کړه او بيا د قران تعليم او ناظره يې لازمي کړي دي.

شاه فرمان وايي "مونږ په وړومبي ځل ختم نبوت په نصاب کې شامل کړو اسلامي قوانين مو د دې پوښتنې سره راوستي دي چې وړاندې په دې کې څه نشو کیدی".

څيړونکي وايي د پي ټي آئي د حکومت خپل دريځ د تضاد نه ډک دی. يو وزير وايي چې بدلون يې نه دی کړی او بل وايي په نصاب کې يې اسلامي قوانين شامل کړي دي.

څیړنکاران وايي په خیبرپښتونخوا کې په نصاب کې په یو اړخیزه توګه په مذهبي بنیادونود متحده مجلس عمل، جماعت اسلامي او د تحریک انصاف بدلونونو د پښتنو د ماشومانو په یوه منظمه لاره سوچ بدلول دي.

د روانې مياشتې په سر کې د سینیټ چيئرمین رضارباني ویلي ؤ د پاکستان رياست د نصاب تعليم د لارې د اولس ذهنونه په قابو کې ساتل غواړي او د ۱۸م ائيني بدلون لاندې صوبو ته په نصاب د اختيار ورکولو په سر اختلاف ښکاره شوی چې رياست دغه اختيار صوبو ته نه ورکول غوښته.

د پیښور پوهنتون پاکستان سټډي سنټر ښاغلی فضل رحيم مروت چې د کال ۲۰۰۸م نه ۲۰۱۳م پورې د پښتونخوا ټیکسټ بک بورډ مشر پاتې شوی وايي، دويې په خپل وخت کې چې په صوبه کې د عوامي نيشنل ګوند حکومت ؤ نصاب نرم کړی شوی ؤ او بله پکې غټه خبره دا راوستل شوې وه چې زیات پام پکې په محصل باندې ؤ او په استاد باندې نه ؤ".

هغه وويل (دويې پوره نصاب نه ؤ بدل کړی ځکه چې دا مرکز جوړ کړی ؤ او نه دويې دا پوره بدلولی شو په هغه زوړ چوکاټ کې دننه ځینې بدلونونه کړي وه.

ښاغلی مروت وايي (مونږ پکې امن راوستو خپلتوب مو پکې راوسته، نصاب مو د خپلې خاورې سره وتړو، د خپلو خلکو او خپلو مسلو سره وتړو او د حل دپاره مو پکې مواد راوستو او په محصلينو کې مو شعور پیدا کړو".

ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د پي ټي آئي حکومت يواځې نه بلکې نوموړی د نوم اخستو پرته وايي چې د دې حکومت اتحادي ګوند (جماعت اسلامي) د پخوا نه د ضياالحق سوچ لري او دويې هغه سوچ د خپلې خوښې د مسلمان جوړولو سوچ بيرته راوستو، او د نصاب نه يې ډېر څيزونه وويستل.

"لکه د هر کتاب په اخره پاڼه به ليکل شوي ؤ چې مونږ امن غواړو، هم امن چاهتے هے، او We Want peace ، او په اخرني مخ به د ترانې سره سره د بالاحصار ، تخت بايي کهنډراتو يا تاريخي مقاماتو عکسو هم ؤ، دويې د هغې په ځایې سورتونه راوستل".

نوموړی وايي دویې د سورتونو په ضد نه دي خو اوسني حکومت په نصاب کې ګوتې ووهلې او په داسې طريقه یې پکې بدلون کړی دی.

ښاغلي مروت زياته کړه موجوده حکومت هم ټول څیزونه نه دي بدل کړي خو د ۵۰ فيصده پورې بدلون یې کړی لکه د يو کتاب نه يې پيرروښان لرې کړی بايزيدانصاري يې پکې راوستی، د مشرشیرپاؤ سره يې پکې قاضي صیب هم شامل کړی دی او باچاخان او خوشحال خان دې پکې په خپل ځای هم موجود دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG