لاس رسیدونکی لینک

کابل بریدونو د ښار امنیت په اړه پوښتنې راپورته کړي.


Afghanistan

Afghanistan

په کابل کې شوو تازه بریدونو وروستو پوښتنه دا راپورته کیږي چې ترهګر یا ځان وژونکي څه ډول د کابل د امنیتي کمربندونو څخه تیریږي او د کابل په زړه کې داسې خونړي بریدونه کوي.

مجاهد جواد

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ګل په ورځ ددفاع وزارت مخې ته پرلپسې دوه چاودني شوي دي.د چارواکو په وینا لومړی یوه درنه چاودنه وشوه او بیا وروسته یو ځان وژونکي هغه مهال برید وکړو کله چې خلک د لومړنۍ پیښې قربانیانو ته د مرستي رسولو په چارو بوخت وه.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ډیوې ریډیو او ټي وي ته وویلي په برید کې خپله ددفاع وزارت یوشمیر کارکونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې: (لومړنۍ چاودنه د څیړنې لاندې وه چې ایا چاودیدونکي توکي وو او که ځان وژونکي برید وو، خو دویمه چاودنه له شک پرته یوه ځان وژونکې حمله وه. د مرګ ژوبلې شمیره ښايي سوا شي. خو دمګړي معلومات ښايي چې پدې برید کې شل کسان وژل شوي او تر پنځوسو زیات نور ژوبل شویدی.)

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کي ترهګر سخت ځپل شوي خو ستونزه پدې کې ده چې اوس هم هره ورځ ترهګرله پولي هاغې غاړي له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼه کې د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی. طالبانو پدې وروستیو کې په افغان حکومت غږ کړی وو چې ملي اردو ته دې پوځي مرستې له هندوستان څخه نه ترلاسه کوي.

افغان چارواکي تل وايي چې طالبان په ګاونډي هیواد پاکستان کې روزل کیږي، هملته ځالې لري او له همدې امله د پاکستان ګټو ته ژمن دي او ددوي دا وروستیو غوښتنه چې افغان حکومت دې د ملي اردو د تجهیز په برخه کې له هندوستان څخه مرسته نه اخلي هم د پاکستان په اشاره شوې.ځکه پاکستان له هندوستان سره د اوږدې مودې راهیسي ستونزې لري او په سیمه کې د یوه بل د اغیزې له پراختیا ویره لري خو پاکستان د افغان حکومت دغه ادعاوې نه مني.

په افغانستان کې یو سیاسي کارپوه انجنیر مطیع الله خروټي امریکا غږ ډیوې ته وویلي چې که افغان حکومت د سیمي له هیوادونو سره په خپلو اړیکو کې توازن وساتي نو دا به د هیواد د امنیت په ګټه وي. ښاغلی مطیع الله واېي:(افغان حکومت باید په خپلو سېمه ایزو اړیکو کې یو توازن وساتي او هغه پدې معنی چې دومره باید مونږ هندوستان ته نږدې نشو چې پاکستان د ویرې احساس وکړي او دغه راز دومره باید پاکستان سره نږدې نشو چې هندوستان ته اندیښنې پیدا شي.)

افغانستان او پاکستان دواړه پدې وروستیو کې ګڼ داسې خونړي بریدونه لیدلي. دوه اونۍ وړاندې په کابل کې په امریکايی پوهنتون برید وشو چې ګڼ شمیر کسان پکې مړه او ژوبل شول. دغه راز تیره میاشت د پاکستان په کوټه ښار کې او څو ورځې وړاندی د پښتونخوا په مردان ښار کې هم چاودنې وشوې چې په ترڅ کې يې ګڼ شمیر پښتنانه وه وژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

په کابل کې شوو تازه بریدونو وروستو پوښتنه دا راپورته کیږي چې ترهګر یا ځان وژونکي څه ډول د کابل د امنیتي کمربندونو څخه تیریږي او د کابل په زړه کې داسې خونړي بریدونه کوي.

دی پوښتنې ته څرګند ځواب تر اوسه هیڅ افغان حکومتي چارواکي نه لري خو عام ولس هره ورځ ددغې تشې له امله قرباني ورکوي.

XS
SM
MD
LG