لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې ځيني امنيتي ادارې ولې د هند سره د اړیکو نه ویریږي؟


پاکستان کې د تیر په شان یو ځل بیا دغه هیواد ته د هندي شتمن سوداگر سجن جند ل سفر په ځیني امنيتي ادارو او دهغويی د فکر په ملگرو ښه نه دې لگیدلې او په مطبوعاتو کې په حکومت سخت ټکونه شوي دي-

د ښاغلي جندل سره د نوازشريف د پټ ملاقات ورستو په مطبوعاتو کې راغلي سرخطونه وايي دې ملاقات په هیواد کې بې اعتباري سوا کړې ده-

اخبار ایکپریس ليکي" د جندل د سفر د معلوماتو نه ورکولو په سر د باندينو چارو د کمیټۍ په غونډه کې تاوده بحثونه شوي دي"

د مطبوعاتو نه علاوه په ټولنيزو رسنیو کې هم د جندل او شريف په پټو لیدو ډیر بحثونه روان دي-

په حکومت نیوکې کونکو کې د ښي اړخه اخبار ليکونکو، مارشل لا خوښونکو او حکومت مخالفه گوند تحريک انصاف مشران تر ټولو زیات په سوشل میډیا کې ځلیدل- د تحريک انصاف گوند یوې مشرې عندليب عباس په پخپل ټویټر ليکلي دي "د قطري خط وروستو د جندل خط هم جي اي ټي ته راتلې شي—د دوستانو تر منځه د یو څو اربو ورکړه راکړه لویه خبره نه ده—مري معاهده تاريخي ده"

جندل د نواز شريف سره د مري په سیلگرۍ سیمه کې لیده کاته کړي وو-

د پاکستاني مشرانو د نورو هیوادونو د مشرانو یا سوداگرو سره د پټو لیدلو خبره نوې نه ده خو څه وخت چې پوځي مشران دغسې پټ ملاقاتونه وکړي نو په مطبوعاتو او ټولڼیزه رسنیو کې خاموشي لیدل کیږي-

د پاکستان پوځي مشران دلته په واشنگټن ډي سي کې د امريکايي چارواکو سره اکثره خپل ملاقلاتونه پټ ساتي، په واشنگټن کې د پوځي مشرانو د ورستي ملاقات په مطبوعاتو کې څه قسمه خبرونه نه دي راغلي- هم دغه رنگه ملاقاتونه روانه اونۍ پاکستاني پوځیانو په کابل کې د افغانستان د چارواکو سره کړی دي خو په ټولنیزه رسینو پرې نه څه بحث شوې او نه څه تپوس راپورته شوې-

د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال مشرف په دور کې په بلو چستان کې د شمسي ایر بیس دامريکايي ډرون الوتکو د استعمال لپاره د ورکړې کیدلو خبرونه تر څو کالو پورې پټ ساتل شوي وو –

د پوځي واک په زمانه کې په تاريخي توگه د پاکستان او هند تعلقات اکثره سم او قلار وي، د پخواني پوځي امر جنرال ضیاالحق کرکټ ډپلومیسي او د جنرل مشرف په دور کې د اگره غونډې ېې ښکاره مثالونه دي-

څیړونکي وايي دا خبره د حیرانتیا ده چې په پاکستان کې کله هم جمهوري حکومت وي پوځ د هندوستان په ښه تعلقاتو خوشحاله نه وي-

په فرورۍ 1999 کې د هندوستان یو پخواني وزیراعظم اټل بهاري باجپايي پاکستان ته سفر کړې ؤ- خو د پاکستان پوځي مشرانو چې پکې د پوځ مشر، د گډو ځواکونو د کمیټۍ مشر، د هوايي پوځ مشر او د سمندري پوځ مشر د هغه سره دلیدلو نه انکار کړې ؤ-

ددغه سفر نه درې میاشتې کې دننه د پاکستان او هندوستان تر منځه دکارگل جگړه شوې وه او بیا نواز شريف په زور پوځ د خپلې څوکۍ څخه لرې کړو-

د پاکستان د وزيراعظم لور مریم نواز شريف ويلي دي " جندل د هغې د پلار دوست دی، او په دغه ملاقات کې هيڅ پټ نه وو"

د پاکستان د واکمنه گوند مسلم ليگ نون سینیټر لیفټنینټ جنرال عبدالقیوم د مخالفه گوندونو د تنقيد په ځواب کې ويلي دي " د جندل سفر په غیر حقيقي انداز کې مخالفينو بیان کړی دی"

XS
SM
MD
LG