لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېمز مېټس: اسلام اباد ته به وايي د هېواد نه ترهګرې ډلې اوباسي.

Committee chairman U.S. Senator John McCain, left, welcomes retired U.S. Marine Corps General James Mattis to testify before a Senate Armed Services Committee hearing on his nomination to serve as defense secretary in Washington, Jan. 12, 2017.

د امریکا دفاع وزارت لپاره د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ نومول شوي ریټایرډ جنرال جېمز مېټس ویلي که چری د دفاع څوکۍ یې ترلاسه کړه نواسلام اباد ته به وايي، د خپل هیواد نه هغه تندروه ډلې اوباسي او یا ېې ختمې کړي کومې چې په بهرنو هیوادونو کې تندروي کوي.

د امریکا د سېنټ د دفاع چارو کمیټۍ ته په لیکل شوي خط کې ښاغلي جېمزمېټس ویلي، که چرې د دفاع وزارت لپاره د هغه د نوم پخلې اوشو نو د خارجه وزارت او کانګرس سره به په شریکه کار کوي، چې پاکستان ته ورکونکې مرستې د قامي ګټو او د سېمې امنیت د مهمو مسلو سره اوتړي.

ښاغلي مېټس ویلي دوي د ډیر وخت راهسې د پاکستان د پوځ او حکومت سره په سېمه کې د خپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره د اعتماد د نېشت والي سره مخ دي. نوموړي ویلي د موثره ملګرتیا لپاره پکار اعتماد جوړولو په سر به کار کوي.

پاکستان ته د امریکایي امداد مشروط کولو د پوښتنې په ځواب کې جېمز مېټس ویلي هغه فکر کوي پاکستان له د خپل ګاونډي هیواد افغانستان سره زیاتې مرستې پکار دي. او دا امریکا به په پاکستان زور راوړي چې د طالبانو او حقاني تندروه ډلې پرضد نور ګامونه پورته کړي.

د القاعده سره اړیکې لرونکې حقاني نیټ ورک باندی تور دی چې په افغانستان کې د غربي او هندي مفاداتو پرضد خونړو حملوپه شا لاس لري. په دغه حملو کې په کال ۲۰۰۸م کې په کابل کې په هندي مشن حمله هم شامل ده.

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په پاکستان کې د افغان طالبانو او د دوي سره تړلو تندروه ډلو محفوظ مرکزونه، او ازاد تګ راتګ یو غټه مسله ده. جېمز مېټس ویلي که چرې کانګرس د هغه تایید اوکو نو هغه کوششونو ته به کتنه کوي، چې د افغانستان ثبات او امنیت خرابونکو تندروه ډلو ته محفوظ ځایونه ورنه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG