لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکو په افغانستان کې د داعش ګوند مشرد وژنې پخلی کړی


د امریکايي پوځ تر مخه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د مارچ د میاشتې نه د داعش ګوند پرضد عملیات دوام لري
د امریکايي پوځ تر مخه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د مارچ د میاشتې نه د داعش ګوند پرضد عملیات دوام لري

د افغانستان ځایي او د امریکا پوځي چارواکو د اتوار په ورځ پخلی کړی د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکایی عسکرو په ګډو عملیاتو کې د داعش وسله وال ګوند مشر وژل شوی.

د امریکايي پوځ لخوا په یو بیان کې ویل شوي د ننګرهار په اچین اولسوالۍ کې شوو دغه عملیاتو کې د داعش مشر شیخ عبدالحسیب د نورو ۳۵ وسله والو سره وژل شوی. دغه عملیات په اچین کې په زمکه کې جوړو سرنګونو کې تر سره شوي وو. د بیان تر مخه په دغه عملیاتو کې د داعش ځنې نور مشران هم وژل شوي دي.

شیخ عبدالحسیب تیرکال د داعش ګوند ټاکل شوی وو کله چې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش مشر حافظ سعید خان په یو ډرون برید کې هم په ننګرهار کې ووژل شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن هم د امریکايي او افغان عسکرو دغه کامیاب عملیات ستایلي او دغه يې په افغانستان کې د داعش ګوند پرضد روانه مبارزه کې یو مهم پرمخ تګ بللی.

په خپل یو بیان کې جنرال نکلسن لیکلي: ٫٫ په تیرو نهو میاشتو کې دا د داعش ګوند دویم مشر یا امیر دی چې زمونږ په عملیاتو کې د خپلو نورو ملګرو سره وژل شوی.٬٬

افغان او امریکايي چارواکي ګڼي د داعش دغه مشر په ۸ مارچ په کابل کې د پوځ قامي هسپتال باندې د برید حکم ورکړی وو. په دغه برید کې نژدې ۵۰ کسان وژل شوي وو چې پکې ډاکټران هم وو. د چارواکو په وینا د داعش هم دغه مشر خپلو وسله والو ته امر ورکړی وو چې د ځنو ځايي مشرانو نه دې د خپلو کورنیو د کسانو مخکې سرونه اوهل شي. سره د دې يې د ښځو او جینکو د تښتولو او په زور خپلو حمایتیانو سره د ودولو حکم ورکړی وو.

د جنرال نکلسن په وینا د دوو کالو نه سوا وخت راهسې داعش خراسان ډلې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د افغان اولس پرضد وحشیانه ظلمونه شورو کړي وو چې پکې د خلکو وژنه او تشدد شامل دی. هغه زیاته کړی د داعش هر یو غړی چې افغانستان ته راځي د دغه شان نصیب سره به مخ کیږي.

د داعش دغه مشر د وژلو عملیات د اپریل میاشتې په ۲۷ نیټه ترسره شوي وو. د عملیاتو وروستو په یو ګډه بیان کې ویل شوي وو، د دریو ساعتو په دغه سختو عملیاتو کې افغان او امریکايي عسکرو ګډون کړی وو او په عملیاتو کې دوه امریکايي عسکرو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.

بیان کې د عملیاتو په اړه نور ویل شوي چې د عسکرو دغلته د رسیدو څو منټه وروستو په دوي د خواو شا نه ډزې ناتاره ډزې پیل شوی. ٫٫خو بیا هم زمونږ عسکرو په نرتیا مقابله وکړه او د دښمن یو شمیر مشرانو په شمول يې ۳۵ وسله وال ووژل.٬٬

د امریکايي پوځ تر مخه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د مارچ د میاشتې نه د داعش ګوند پرضد عملیات دوام لري. په دغه عملیاتو کې د افغان عسکرو سره د امریکايي عسکرو مرستې هم ورسره دي. په عملیاتو کې د داعش ګوند په سلګونو جنګیالي وژل شوي او د ننګرهار د نیمو نه سوا اولسوالۍ يې د دغه ګوند نه ازادې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG