لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: داعش په پاکستان کې د فریه ایزو اختلافانو څخه گټه پورته کولی شي


داعش په پاکستان کې د گڼ شمیر حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې د سند په سهون کې د لعل شهباز قلندر په مزار خونړۍ حمله هم شامله ده
داعش په پاکستان کې د گڼ شمیر حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې د سند په سهون کې د لعل شهباز قلندر په مزار خونړۍ حمله هم شامله ده

د نورو فرقو خلاف شریکه کرکه او په هیواد کې موجوده تندروه ډلې په پاکستان کې د داعش په خپلو صفونو کې د خلکو د برتي کولو کار نور هم اسانولی شي. دا خبره د سند پولیس د ترهگرۍ خلاف څانگې کاونټر ټیررایزم ډپارټمنټ په خپله ورستۍ څیړنه کې کړې دي.

د انگریزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د سند پولیس دداعش په اړه دغه مطالعه رپورټ کړې ده او که څه هم په شام او عراق کې دداعش د بربریت او د یورپ براعظم ته ددې وسله والې ډلې رسايي د نړي توجه ځان ته را گرځولې ده خو د ختیځ او په خصوصي د پاکستان په لوري، دداعش د زیلو د خوریدلو ته څه ډیر پام نه دی شوی.

دداعش مشر ابو بکر البغدادي په نړۍ کې د خلافت قیام خپل هدف ټاکلی دی. ددې برعکس نورې تندروه وسله والې ډلې په مقامي کچه او زیاتره د خپلو حکومتونو سره په جنگونو کې ښکیل ښکاري.

ډان وايي ځینې وسله والې ډلې د البغدادي د جهادي نظريي حمایت کوي او ځینې ډلې يي لکه شیعه مسلمانانو په رنگ د نورو فرقو، مسلکونو او مذهبونو خلاف داعش سره د مشترکه کرکې په بنیاد دداعش ملاتړ کوي. په پاکستان کې دداعش په پلویانو کې ښځې او سړي شامل دي چې پکې دکلي والو او شهري علاقو سره تعلق لرونکي خلک شته.

ډان وايي په پاکستان کې ډیر داسې خلک هم شته چې په ډاگه خو دداعش خپل حمایت نه څرگندوي خو دې خبرې ته انتظار وباسي چې په پاکستان کې ددې تنظیم ارتقا څه رنگ کیږي.

"د هیواد په مختلفو برخو کې د گڼ شمیر پرتشدد تندروه ډلو د موجودگۍ په تناظر کې داعش په پاکستان کې د خوریدو گڼې موقعې ترلاسه کولی شي،" د سند پولیس څیړنه وايي.

  • د ډیروخت راهسې هغه جهادي تحریک د پاکستان سره تړلی و چې داعش يي زیږولی دی. ددغه تحریک مشر ابو مصعب الزرقاوي د خپل ژوند په انتهايي اهمو موقعو پاکستان د خپل مرکز په توگه استعمال کړی دی

الزرقاوي د ١٩٧٩ او د ١٩٨٩ په وخت د روس خلاف د افغانستان په جنگ کې په پاکستان کې وسله راپورته کړې وه او د کال ١٩٩٦ نه تر د کال ٢٠٠١ پورې په هرات کې په افغانستان کې د طالبانو د واک په مهال خپل مرکز قایم کړی و. د داعش نظریاتي مشر ابو محمد المقد سي هم د ١٩٨٠ په لسیزه کې د پاکستان دوره کړې وه. هغه ددې ورسته اردن ته منتقل شو.

ویل کیږي چې د شیعه مسلمانانو خلاف د الزرقاوي د سخت مخالفت په وجه د هغه بن لادن سره د نژدې تعلق قایم نشو او په کال ١٩٩٩ کې د دواړو کې ملاقات څه ډیر ښه نه وو. د بن لادن خیال وو چې د شیعه مسلمانانو نه د الزرقاوي نفرت د تقسیم سبب جوړیدی شي. په امریکا د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د یولسمې نیټي د حملو ورسته، الزرقاوي د افغانستان نه عراق ته لاړو هلته يي د امریکايي ځواکونو خلاف په جنگ لاس پورې کړو.

ډان وايي د الزرقاوي ډله د امریکايي ځواکونو خلاف په مسلح بغاوت کې تر ټولو زیاته چټکه وه. د عراق په جنگ کې ۴۴٨٨ امریکايي عسکر وژل شوي دي. الزرقاوي او د هغه ښځه په کال ٢٠٠٦ کې په بغداد کې ووژل شو.

ډان وايي د سند پولیس د څیړنې ترمخه د خلافت د اعلان ورسته، د داعش کوښښ وو چې د پاکستاني وسله والو ډلو پام ځان ته راوگرځوي. په دغه ډلو کې تحریک طالبان پاکستان هم شامله وه چې پخپله د څیړونکو په وینا د ۴٢ وړو ډلو مجموعه ده.

د کال ٢٠٠٧ راهسې ټي ټي پي د گڼ شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې په سکولونو،د پولیو خلاف کارکونکو، سیاسي او فوجي مشرانو او په نورو ډیرو خلکو باندې حملې شاملې دي. په شروع ورځو کې د ټي ټي پي د فضل الله په مشرۍ کې د ډلې رجحان د داعش خوا ته و.

ټي ټي پي ته لوې نقصان په کال ٢٠١۴ کې د حکیم الله محسود په وژل کیدو ور ورسیدو. هغه د ډرون په حمله کې ووژل شو. ددې نه علاوه د ډلې په حمایت کې کمې په دې وجه هم راتلو چې د ډلې په حملو کې په گڼه شمیره کې ملکي کسان وژل کیدل. د ډلې دننه د اختلاف بل ټکی دا هم و چې ایا د پاکستان حکومت سره مذاکرات وکړی شي او که نا؟ نتیجه يي دا وه چې په ټي ټي پي کې اختلافات زیات شول، خلک ترې جدا کیدل او ني ډلې جوړیدې. او کله چې داعش د خلافت اعلان وکړو نه د ټي ټي پي نه جدا دغه ډلو لکه د روان موټر ور ودانگل.

د سند پولیس څیړنه وايي د ټي ټي پي ترجمان، د اورکزو، کرمې او د خیبر ایجنسو او د پیښور او هنگو ضلعو د ټي ټي پي مشرانو د البغدادي په غیر مشروط ډول بیعت وکړو. ددې نه علاوه د ټي ټي پي نور کمانډران هم داعش ته ورغلل.

"داعش وس پاکستان د خراسان ولایت برخه گڼي چې افغانستان او د مرکزي ایشیا پراخې سیمې پکې شامل دي."

خو ددې ترڅنگ لکه د جماعت الاحرار ډلې په رنگ د ټي ټي پي ځینې مشرانو ځان د داعش نه لرې ساتلی دی.

د قبایلي علاقو نه علاوه په پاکستان کې د داعش زیاته موجودگي په بندوبستي او شهري علاقو کې محسوسیږي.

په کراچۍ کې د تحریک خلافت پاکستان په نوم دا وړمبۍ ډله وه چې په یو وخت کې د ټي ټي پي برخه پاتې شوي وه او بیا يي د داعش د بیعت اعلان وکړو. جندالله بله په شهري علاقه کې میشتهت ډله ده چې دداعش د حمایت اعلان يي کړی دی. د سند پولیس رپورټ وايي د جندالله غړي د پاکستاني د یوې مذهبي سیاسي ډلې سره تعلق لري او په اقتصادي توگه د منځنۍ طبقې او تعلیافته خلک دي.

رپورټ وايی داسې ښکاري چې داعش د انټرنیټ دلارې د سند په کراچۍ ښار او په پنجاب کې خلک برتي کوي.

د سند د پولیس د څیړنې ترمخه، د داعش او القاعده ترمنځ دا وخت په نړي واله کچه داثرورسوخ دپاره مقابله هم روانه ده. د القاعده مشر ایمن الظواهري د خپلې ډلې د بیا راژوندي کولو کوښښونه پیل کړې دي او په جهادي هلې ځلو کې د هندي مسلمانانو د راښکیل کولو دپاره يي د برصغیر دپاره هم د القاعدې څانگه قایم کړې ده.

رپورټ وايی داعش د سفلي مکتبه فکر پیروکاري کوي او په پاکستان کې دداعش په حمایت کې اضافه هم ددې مکتبه فکر لاس دی. په پاکستان کې د سلفي مکتبه فکر په خوریدو کې نه یوازې د دیني مدرسو بلکه خلیجي هیوادونو ته په لویه شمیره کې د پاکستانیانو تگ هم دی. په دغه خلکو کې هم گڼ شمیر کسانو سلفي فکر خپل کړی دی. تاشفین ملک په دغه رنگ خلکو کې شامله وه. هغې او د هغې خاوند تیر کال د امریکې په سینبرنډینو ښارکې گڼ شمیر خلک په ډزو وژلې دي. ورسته دوي پولیس ووژل.

په شام او عراق کې فرقه ورانه اختلافاتو هم داعش په وړاندې تلو کې اهم کردار ادا کړی دی. هم دغه رنگ په پاکستان کې هم د شیعه او سني ترمنځ په ځینې حلقو کې اختلافات داعش ته وده ورکولی شي.

رپورټ په اخیره کې وايي که داعش دپاره په پاکستان کې په پراخه کچه حمایت پیدا کول گران دي خو د وړو حمایت کونکو ډلو دپاره په پاکستان کې پ اینده کې امنیت بې ثباته کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG