لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د ماشومانو په ذهنونو کې تندروه نظریات اچوي


د ننگرهار په اچین اولسوالۍ کې داعش پنځه مدرسې هم چلوي او ماشومان مجبورول کیږي چې دداعش په کلاسونو کې ذدکړه وکړي. ځايی اوسیدونکو وي او ای ته ویلي داعش هغه مور او پلار ناغه کوي څوک چې خپل بچي دداعش سکولونو ته د لیږلو نه انکار کوي
د ننگرهار په اچین اولسوالۍ کې داعش پنځه مدرسې هم چلوي او ماشومان مجبورول کیږي چې دداعش په کلاسونو کې ذدکړه وکړي. ځايی اوسیدونکو وي او ای ته ویلي داعش هغه مور او پلار ناغه کوي څوک چې خپل بچي دداعش سکولونو ته د لیږلو نه انکار کوي

په عسکري او مالي توگه د سخت فشار سره د مخامخ کیدو ورسته، داعش اوس د غربي نړۍ خلاف جنگیدو ته تیاوري چې پکې په کلاسونو کې ماشومانو ته درسونه او د سماجي رابطو په ویب پاڼو کمپین شامل دي.

داعش د زرگونو په شمیره د ماشومانو د تربیي کار په افغانستان، شام، عراق او ځینې نورو ځایونو کې شورو کړی دی. مقامي مامورینو، تندورۍ خلاف کارکونکو او څیړونکو د وایس اف امریکا سره په مرکو کې ویلي ددغه ماشومانو په ذهنونو کې د غربي نړۍ خلاف سوچ ته وده ورکړی کیږي او د ترهگرۍ لارې چارې ورته ښودلی کیږي.

ماهرین وايي داعش د سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې ماشومانو دپاره خپل پیغامونه زیات کړې دي او خپل پیغام رسولو دپاره د ١٢ ؤ نه زیاتو ژبو کې پروپیگینډه خبروي. څیړونکې وايي دا انداز د داعش د طریقه کار سره سمون خوري، چې خپل پیغام د بنیادي غړو نه علاوه په پراخه کچه خلکو ته ورسوي.

ماهرین وايي په ماشومانو د داعش توجه ښايي ډله د اوږدې مودې دپاره د ماشومانو په ذهنونو تاثیر کول غواړي چې دا رانگ يي چاپ تر د راتلونکو کلونو پورې پاتي شي او که په موجوده ښارونو نه ویستلی هم شي خو نقشونه به يي باقي وي.

د وجیهه چې د شام په دیر ایزور ښار کې په یو وخت کې د سکول استازه وه وايي که په شام او عراق کې داعش موجودگي لري او که نا خو د اینده کول به زیات تندروه وي.

داعش نظریه

د شام د سکول دغه معلمه چې دا وخت په ترکي کې د شام د مهاجرینو دپاره په یو سکول کې کار کوي وايي په ماشومانو د داعش مرکوزه توجه هغوي د برتي کولو دپاره نه ده بلکه د نوي کول په ذهنونو کې د اینده دپاره خپله نظریه اچول دي.

د شام په رقعا، د عراق په موسل ښارونو، د افغانستان په ننگرهار ولایت او لکه د انډونیشیا په رنگ لرې پرتو کې هیوادونو کې ځایې په ځايي دداعش د تربيي کیمپونو کې په کلاسونو کې ماشومانو ته تربیه ورکړی کیږي چې داعش ورته د کلیفیټ کبز یا د خلافت د شیربچي وايي.

په ماشومانو د داعش د اثر په اړه د امریکې جارجیا سټیټ یونیورسټۍ سږ کال په خپل یو رپورټ کې ویلي په ماشومانو او ځوانانو د داعش توجه وړاندې دومره نه وه څومره چې په موجوده وخت کې لیدلی کیږي.

د افغانستان په ننگرهار ولایت کې داعش شا او خوا اته سکولونه او مدرسې چلوي چرته چې ماشومانو ته د انتهائی تندروۍ تربیه ورکړی کیږي. د مقامي اوسیدونکو او چارواکو د وینا ترمخه د ننگرهار په کوټ اولسوالۍ کې دوه هايي سکولونه او یوه مدرسه د داعش د انتظام د لاندې چلول کیږي.

سرچینو وي او ای ته ویلي د ننگرهار په دغه سکولونو کې دداعش د نصاب ښودلی کیږي او هلته استازان د افغاستان د تعلیم وزارت او د داعش نه تنخاگانې اخلي. دغه سکولونو کې جینکۍ هم ذدکړه کوي خو د هلکانو نه په بدل وخت کې. افغانستان د تعلیم وزارت چارواکو ویلي داعش د سکولونو په اړه معلومات لري خو په دې خبره د تبصرې نه ډډه کوي چې هلته استازان د وزارت تنخاگانې اخلي.

د ننگرهار په اچین اولسوالۍ کې داعش پنځه مدرسې هم چلوي او ماشومان مجبورول کیږي چې دداعش په کلاسونو کې ذدکړه وکړي. ځايی اوسیدونکو وي او ای ته ویلي داعش هغه مور او پلار ناغه کوي څوک چې خپل بچي دداعش سکولونو ته د لیږلو نه انکار کوي.

دداعش د تعلیم نظام

د داعش د ولکې د لاندې سیمو کې هم د ډلې د تعلیم نظام پرځائې کولی شي. د مثال په توگه د عراق په موسل ښار باندې د قبضې په وړمبۍ ورځ هلته داعش د تعلیم خپل نظام پرځائې کړو چې هدف يي ماشومانو ته د ډلې تندروه نظریات ښودل وو.

عصمت رجاب په موسل کې د کردستان ډیموکریټک پارټۍ د مرکز مشر دی، وايي په موسل کې دداعش په سکولونو کې ماشومانو ته د وسلې د استعمال طریقې ښودلې. هغه استازانو چې دداعش د تعلیم مخالفت يي کولو، هغوې گرفتار کیدل او یا ورته د مرگ سزاگانې ورکړی کیدې. رجاب وايي دداعش په تعلیم کې ځوانانوته د ځانمرگي حملو سبق ورکړی کیدو.

رقعه چې داعش يي خپله دارالخلافه گڼي، هلته د یزیدې فرقې ماشومان په زور مسلمانانول کیږی او ورته د وسلې او د ځان وژونکو واسکټونو د استعمال طریقې ښودل کیږي. تیر کال یو ١٢ کلن یزیدي ماشوم وي او ای ته وویل چې هغوې ته به سحر د ۴ بجو نه د ماښام تر د اته بجو تربیه ورکړی کیده. هغه وویل دوي ته به د ځان وژونکې بم د خلاصولو تربیه هم ورکړی کیده. دغه ماشوم داعش د کیمپ نه په تښتیدو کې کامیاب شو او اوس په جرمني کې اباد کړی شوی دی.

سوشل میډیا

داعش ماشومانو ته د سوشل میډیا یا د سماجي رابطو د ویب پاڼو د استعمال تربیه هم ورکوي او ماهرین وايي دا هغه کار دی چې ډلې پکې ښه مهارت لري.

په ورستۍ ورځو کې داعش ماشومانو دپاره یو ایپ هم تیار کړی چې دلارې يي ماشومان عربي هم اذده کولی شي او جهادي ترانې پرې هم اوریدلی شي چې پکې د کفارو خلاف د جنگ پیغامونه ورکړی کیږي.

فیس بک او ټویټر د داعش خلاف اقدامات کړې دي خو ماهرین وايي ددې باوجود په سوشل میډیا د داعش په پروپیگنډه کې اضافه شوي ده.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای انگریزۍ ویپ پاڼې دپاره د سرون کوجو، زاهد نور او ریکر هسن لیکلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG