لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې په پولیس برید کې ١٥ کسان وژل شوې

د گورنر نجم الدین کریم د وینا ترمخه سیمه کې د عراقي ځواکونو پرځائې کیدو ورستو ځانمرگي حملې زیاتې شوې دي. کرکوک کې د عرب، کرد او ترکمن نسل خلک اباد دي. د عراق مرکزي حکومت او د کردستان خپلواکې سیمې په منځ کې د کرکوک په ملکیت او هلته موجود د تیلو په ذخیرو شخړه ده

د عراق په شمالي کرکوک ښار کې د پولیس په مرکزي دفتر ځانمرگي برید او ډزو کې ١٥ کسان وژل شوې او ١٥٠ نور کسان زخمیان شوې دي.
د کرکوک گورنر نجم الدین کریم د وائس اف امریکا کردې څانگې ته ویلي حمله کې زخمي ۴٠ پورې کسان اوس هم په هسپتال کې دي خوژوند يي د خطر نه بهر دی.
چارواکو ویلي حمله کې یو کس موټر کې ځانمرگي برید ترسره کړې او نورو ملگرو يي د پولیس په مرکز ډزې کړې.
د نجم الدین کریم د وینا ترمخه سیمه کې د عراقي ځواکونو پرځائې کیدو ورستو ځانمرگي حملې زیاتې شوې دي. کرکوک کې د عرب، کرد او ترکمن نسل خلک اباد دي. د عراق مرکزي حکومت او د کردستان خپلواکې سیمې په منځ کې د کرکوک په ملکیت او هلته موجود د تیلو په ذخیرو شخړه ده.
کرکوک د حملې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخستې خو شک په سنې ډلو کیږي چې د القاعدې سره تړون لري او غواړي د شیعه وزیراعظم نوري المالکي حکومت دداسې رنگ حملو په نتیجه کې کمزوری کړي.
سیمه کې یو شمیر وسله والې ډلې فعاله دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG