لاس رسیدونکی لینک

عراق : ځانمرگي بريد کې دپوځي چارواکي پشمول څلور کسان مړۀ

  • فاروق فراق

File Photo

File Photo

عراقي چارواکي وائي دهيواد په يوه شمالي سيمه کې دخالي په ورځ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې يو لوړپوړى پوځي چارواکى اؤ دهغه درې ساتونکي وژل شوي دي.

پوليس چارواکي وائي دخالي په ورځ دغه بريد هاغه مهال رامينځته شو کله چې يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود دعلي اعوني دگاډي سره هاغه مهال والوځول کله چې هغه په Tal Afar سيمه کې دخپل کور څخه روانيدو.

د پوليس چارواکي وينا ده چې دخالي په ورځ ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوى پوځي چارواکى دعراق ددفاع په وزارت کې داستخباراتي اکيډيمۍ مشر ؤ.

XS
SM
MD
LG