لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دې د ایران په سرحدي محافظینو حمله کونکي ونیسي

  • ایاز گل

جواد ظریف وزیراعظم نوازشریف سره لیده کاته وکړل

ایران په پاکستان غږ کړی دی چې هغه مشکوک سني وسله وال دې ونیسي چې تیره هفته يي د ایران په سرحدي محافظینو حمله کړې وه او بیا پاکستان ته وتښتیدل.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د ١٢ کسیزې ډلې په مشرۍ کې په دغه مسله پاکستاني مامورینو سره په اسلام آباد کې د شورو، چارشنبې، په ورځ خبرې اترې وکړې.

جواد ظریف وزیراعظم نوازشریف او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار سره لیده کاته وکړل.

د پاکستاني وزیراعظم د دفتر نه د جاري شوي بیان ترمخه، نوازشریف د ایراني عسکرو په وژنه د ایران حکومت او ولس سره غمراز‏ي وکړه.

د ایران صدر حسن روحاني هم د جمعې په ورځ نوازشریف ته په یو لیک کې غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې حمله کونکي انصاف ته راکښ کړي.

پاکستاني مامورینو سره د جواد ظریف د لیده کاته په اړه ایران په سرکاري کچه څه نه دي ویلي خو د ایران سرکاري خبري ادارې ارنا ترمخه جواد ظریف د سرحدي شخړو د هواري، د ترهگرو په موثره توگه د مخنیوي او د میرجاوه په حمله کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

پاکستان د داخله چارو وزیر چوهدري نثار د ایران او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي تاثر رد کړو.

جواد ظریف سره د خبرو اترو ورسته، چوهدري نثار وویل ایران او پاکستان گڼ شمیر مشترک اقدار لري او د دواړو تعلقات داسې دي لکه "یو روح او دوه ملکونه."

"اختلافات شته خو مونږ د اختلافاتو ختمولو دپاره په بیړنۍ توگه د کار کولو فیصله کړې ده چې نړۍ ته دا پیغام ولیږو چې پاکستان او ایران د یو روح دوه ملکونه دي،" پاکستاني وزیر وویل.

په یو سرکاري بیان کې ورسته وویل شو چې په شریکه پوله د مسایلو د هواري دپاره دواړو هیوادونو د خپلو سرحدي امنیتي ځواکونو ترمنځ د مواصلاتي کرښې د قایمولو فیصله کړې ده.

د اپریل په ٢٦ مه نیټه شوي د ایران سیستان بلوچستان صوبه کې د ایران په سرحدي ځواکونو د حملې ذمه واري جیش العدل نومې مسلح ډلې ذمه واري اخیستې وه.

ایران او پاکستان ١٠٠٠ اوږد سرحد لري.

تهران د ډیر وخت راهسې دا الزام لگوي چې وسله وال د پاکستان د خاورې څخه د ایران خلاف د حملو منصوبه سازي کوي.

په ایراني سرحدي ځواکونو ددې ورستۍ حملو په نتیجه کې د پاکستان او ایران په تعلقات کې بیا تاوتریخوالی راپورته شوی دی.

XS
SM
MD
LG