لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایرانیان د صدارتي ټاکنود نتیجو په تمه دي


په صدارتي ټاکنو کې خلکو په لویه کچه برخه اغستې. د راېې ورکولو اخري وخت د ماښام ۶ بجې وو کوم چې بیا د شپې لسو پورې وغزول شو ځکه ګڼ شمیر خلک لا هم راېې اچولو ته ولاړ وو.

ایران کې صدارتي ټاکنې پاېې ته رسیدلي او د هیواد سرکاري ټي وي ویلي اخرۍ نتیجې د خالي ورځ وړاندې نه شي راتلی.

په ګرد ایران کې د ۵۶ ملینه راې ورکونکو لپاره د ۶۰ زرو نه سوا پولنګ سټیشنې یا د راېې اچولو مرکزونه د جمعې په ورځ تر ناوخته خلاص وو.

په روانو انتخاباتو کې مهمه موضوع د هیواد اقتصاد دی. او اکثره ایرانیان د صدر روحاني لخوا د غربي نړۍ سره شوي ایټمي تړون او د هیواد په اقتصاد ناخوښه دي.

د رپورټونو تر مخه د جمعې په ورځ ټاکنو کې خلکو په لویه کچه برخه اغستې. د راېې ورکولو اخري وخت د ماښام ۶ بجې وو کوم چې بیا د شپې لسو پورې وغزول شو ځکه ګڼ شمیر خلک لا هم راېې اچولو ته ولاړ وو.

د ایران موجوده صدر حسن روحاني خپل سیاسي راتلونکی او په انتخاباتو کې خپله لویه نعره د امریکا او نړۍ شپږو طاقتونو سره شوې لوظنامه، او د تهران نه پورته شوي اقتصادي بندیزونه کیښودي. خو د هغه ستر مخالفه ابراهیم ریېسي بیا په دغو سختې نیوکې کړي او وايي د ایران په بنکي او اقتصادي نظام لا هم بندیزونه پراته دي.

د تهران نه ۷۸ میله لرې په قوم ښار کې راېې اچونکو د جمعې په ورځ د ایران په صدراتي ټاکنو کې برخه اغستې.
د تهران نه ۷۸ میله لرې په قوم ښار کې راېې اچونکو د جمعې په ورځ د ایران په صدراتي ټاکنو کې برخه اغستې.

د ایران په سیاست پوهه څیړنکاران ګڼي روحاني په روانو انتخاباتو کې غوره کاندید ښکاري ځکه ایران د لسیزو راهسې د صدر په دویم ځل د منتخب کیدو یو تاریخ لري. او په ایران کې شوو په شمار نظر پوښتنو کې هم روحاني د نورو کاندیدانو په مقابله کې وړاندې وو.

که چرې حسن روحاني د نورو دریو صدارتي کاندیدانو په مقابله کې اکثریت تر لاسه نه کړي نو بیا به په انتخاباتو کې لومړي دوو کاندیدانو تر مینځه راروانه اونې بیا انتخابات تر سر کیږي.

د ایران زوړ خیاله او سخت ګیره صدراتي کاندیدابراهیم رېيسيپه خپل انتخابي کمپاین کې زیات تره په اقتصادي اصلاحاتو خبرې کړي. هغه د ولس سره د ملینونو نورو کارونو / روزګارونو پیداکولو او د بیروزګارۍ ۱۲.۷ فیصده شرحې کمولو ژمنې کړي. یو شمیر څیړونکې هغه د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامناي د خوښې کاندید ګڼي. که څه هم د ایران روحاني مشر په ښکاره د هغه مرسته نه ده کړې.

په ایران کې د کال ۱۹۷۹ اسلامی انقلاب وروستوعملي شوي سیاسي نظام لاندې هر صدارتي کاندید له د هیواد مذهبي شورا نه منظوري اغستل وي. که څه هم د ایران صدر په یو شمیر حکومتي فیصلو اختیار لري خوستر روحاني مشر د ایران په ریاستي پالیسیانوخپله فیصله ورکولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG