لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گورنرجگړا بې کوره قبایل ستنول غواړي خو پینټاگان وايي ترهگر ختم نه دي  


د خېبر پښتونخوا صوبې گورنر اقبال ظفر جگړا د فاټا څخه بې کوره شوؤ قبایلو ته څلور اونۍ ورکړي دي چې خپلو کورنو ته دې ستانه شي که نا— رجسټریشن یعني حکومتي نوم ليک به ورته ختم کړي. نوموړي دعوا کړیده چې د هیواد پوځ په قبايلي سيمه فاټا کې امن په ځای کړی دی—

گورنرجگړا دغه دعوا او امر په داسې وخت کې کړی دی چې د امرېکې د دفاع وزارت پينټاګان د دسمبر په میاشت کې په خپل یو تازه رپورټ کې ويلي دي دحقاني نيټ ورک په څير دافغان طالبانو ډلې د پاکستان په قبايلي سیمو کې پټې دي او د هغه ځای څخه ازاد فعاليتونه کوي- د امرېکې د پوځي مشرانو په گډون د افغانستان حکومتي چارواکي هم وايي د حقاني شبکې لوی محفوظ مرکزونه په شمالي وزيرستان کې دي. پاکستان د خپلې دغه دعوې سره سم چې په قبايلي سيمو کې یې د تر هگرو په ضد کامیابۍ ترلاسه کړي دي نه خو هلته د لکونو په شمیره کې پروت د خپل پوځ شمیره کې څه قسمه کمی کړی دی او نه دغه سيمو ته د اذادو خبریا لانو د تگ اجازت شته دی-

پا کستان په پيځلسم جون کال 2014 کې د وسله والو په ضد په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات شورو کړي وو. پاکستان اعلان کړې ؤ چې دغه عملیات به د تمامو ترهگرو تنظيمونو په ضد د ښه او بد د تمیز نه بغیر کیږي- ددغه عملیاتو په وخت د شمالي وزیرستان څخه د لکونو په شمیره کې قبايلي پښتانه کډوال شوي وو. د پاکستان د کډوالو د خصمانې ادارې ایف ډي ایم ای دضرب عضب شورو کیدلو څخه څو ورځې وروستو په یو رپورټ کې د کډوالو شوو خلقو شمیره 787,888 ښودلې وه- د ملگرو ملتونو د بشري چارو د رابطې دفتر اوچا د شمالي وزیرستان څخه تر پینځم ستمبر 2014 پورې دغه شمیره 961,000 ورکړې وه-

د گورنراقبال ظفر جگړا نه علاوه د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او پوځ هم دعوا کوي چې دويي په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په ضد سترې گټې تر لاسه کړي دي اوپه وسله والو کې د ښه او بد تميز ختم شوی دی خو د امرېکې کانګريس یا د منتخب غړو ایوان ته په وړاندې کړې شوي رپورټ کې پينټاګان ويلي دي دطالبانو دحقاني نيټ ورک دلوړ پوړو مشرانو په ګډون دافغان طالبانو ډلې دپاکستان په خاوره د خپلو خوندي ځالو څخه دتګ راتګ ازادي لري او په افغانستان کې په ناټو په حملو کې ککړ دي. پینټاگان دغه رپورټ د شپږ میاشتو په موده کې تیار کړی دی او زیاتره اذاد څیړونکي یې سم گڼي-

د پاکستاني چارواکو د ترهگرۍ په ضد د سترو کامیا بیودعوې په خپل ځای خو پخپله په پاکستان کې تیر کال د تر هگرۍ په خونړو حملو کې په سوونو پاکستانیان وژل شوي دي. . د مارچ په میاشت کې د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د عيساینو د اختر ايسټر په ورځ په یو ځان مرگي بريد کې 72 عيسایان وژل شوی وو ددې پېښې زمواري د طالبانو څخه بیل شوې یوې ډلې جماعت لااحرار قبوله کړې وه- د اگست د میاشتې په اتمه نیټه د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان په سر ښار کویټه کې په یو هسپتال سینډیمن کې په ځان مرگي کې72 وکيلان وژل شوی وو. دغه وکيلان په خپل مشر د ډزو وروستو هسپتال ته رسيدلي وو. جماعت لااحرار ددغه پېښې زمواري قبوله کړې وه. د ستمبر په میاشت کې په پېښور او مردان ښارونو کې پرله پسې حملو کې 14 وکيلان او عام اولس وژل شوی وو – د نومبر په 12 نیټه د بلوچستان صوبې په شاه نوراني علاقه کې په مزار نوراني د عرس په وخت په حمله کې 52 کسان وژل شوي وو ددغه پېښې زمواري داعش تندروه گوند منلې وه. په 24 اکتوبر د کویټې ښار په پوليس تربيتي مرکز حمله کې 60 پوليس عسکر وژل شوي وو زمواري یې داعش منلې وه -

یوه میاشت د مخه په دسمبر کې د شمالي وزیرستان د سپينوام تحصیل په اباخېل علاقه کې د سړک په غاړه ښخ بم په چاؤدنه کې یوه کم عمره ماشومه وژل شوې او درې نور کسان ژوبل شوي وو. دا وخت په وزيرستان کې د پاکستان د لکونو په شمیره کې پوځیان پراته دي-

څېړونکي واېي په داسې کې د پینټاگان دغه رپورټ سم معلومیږي چې دپاکستان او افغانستان سرحدي سيمه اوس هم دبيلا بيلو ترهه ګره ډلو يوه خوندي ځاله ده – پینټاگان په خپل رپورټ کې کانگریس ته ويلی دي په د ترهه ګرو ډلې د دواړو هيوادونو افغانستان او په خپله د پاکستان دامنيت لپاره چيلنج دى او دسيمې دثبات او امنيت ته لوی ګواښ دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG