لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب اسلامي: کابل ته په تګ له چا ویزه نه غواړو


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوه اعلامیه وايي، چې کابل ته په تګ کې نه له کوم هیواد ویزه غواړي او نه هم د چا موافقې ته په انتظار دي.

وروسته له هغه چې رسنیو د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې د تړون په تړاوو د روسیې د خنډونو د پېښولو راپورونه ورکړل، حزب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که افغان دولت په تېره بیا ولسمشر غني د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې هوکړه لیک ته پابند وي، نو د حزب اسلامي مشر چمتو دی چې بې له ځنډه کابل ته لاړ شي.

د حزب اسلامي په اعلامیه کې راغلي"د حزب اسلامي مشر نه د تعذیراتو عدم الغاء کوم مهم خنډ ګڼي او نه د چا له تور لست د حزب اسلامي د غړو د نومونو د حذفولو په انتظار دی".

حزب اسلامي پدغه اعلامیه کې ویلي، چې غواړي د خپل مشر تر راتګه وړاندې باید د حزب زندانیان ازاد شي او د مهاجرینو د ځای په ځای کېدو لړۍ پيل شي. حزب اسلامي ویلي، چې هیڅ بهرنی هیواد دا حق نه لري، چې د افغانانو د خپلمنځي توافق مخالفت وکړي.

حزب اسلامي د روسیې ترڅنګ د فرانسې نوم هم اخېستی او د رسنیو په حواله یې لیکلي، چې دغه دواړه هیوادونه د حزب او دولت ترمنځ د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي، خو حزب ویلي، چې دغو هیوادونو رسمي دریځ ندی څرګند کړی.

حزب اسلامي ویلي، چې جګړه هیڅ چاته په ګټه نه تمامیږي.

افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېر میلادي کال د سپټمبر په نهه ویشتمه د سولې تړون لاسلیک کړ.

ددغه تړون له لاسلیک کولو وروسته افغان حکومت د حزب اسلامي د مشر او نورو مخکښو د نومونو د لرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نوملړ ولیږه، خو وروستۍ اندېښنې ښيي روسیې مخالفت کړی دی.

نوټ: دغه خبر د اشنا ریډیو د ویب پاڼې نه اغستل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG