لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو لپاره به په پارلیمان کې احتجاج کوو: شاه جي ګل افریدي


د پاکستان په پارلیمان کې د فاټا اصلاحاتو ځنډیدو وروستو د قبایلي سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړي حاجي شاه جي ګل افریدي دهړکه کړې، د روانې میاشتې په ۲۴مه نیټه به په پارلیمان کې احتجاج کوي.

د وي او ای ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي افریدي ويلي د مخالفه سیاسي ګوندونو د مشرانو سره يي ملاقاتونه پیل کړي، تیره ورځ يې د پیپلزګوند مشر اصف علي زرداري سره ملاقات شوی او نن به هم په دغه لړ کې د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو سره ویني.

نوموړي ویلي وزیراعظم نواز شریف به د پنجشمبې یا زیارت په ورځ د پارلیمان ګډې غونډې ته وینا کوي او هم په دغه ورځ به مونږ د حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو په مرسته په پارلیمان کې احتجاج کوو.

د فاټا اصلاحاتو ځنډیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي شاه جي ګل ویلي نواز شریف نه غواړي خپل اتلافي ملګري (مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزۍ) خفه کړي ځکه يې اصلاحات وځنډول.

د دغه دواړه سیاسي مشرانو د مخالفت په اړه شاه جي ګل افریدي زیاته کړه:٫٫ مولانا صیب او اچکزۍ صیب دواړه په دې خبره یریږي که چرۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شي نو د یو مذهبي سیاست او د بل قامپرسته سیاست به ختم شي. ځکه په اصلاحاتو کې د انضمام یا ورګډیدو په خبره اختلاف لري.٬٬

د ښاغلي شاه جې ګل افریدي تفصیلي مرکه تاسو په لاندیني لنک اویدی شۍ. دغه مرکه په اسلام اباد کې د ډیوه خبریالې رابعه پیر کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG