لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائجریا پولیو ته ماتې ورکولی شي. بل ګیټس


د ماېکروسافټ شریک باني بل ګیټس هیله څرګند کړی نائجریا به پولیو ته ماتې ورکړي په داسې حال چې دغه هیواد ماشومانو ته د پولیو پرضد ویکسینو ورکولو په لړ کې لوی چېلنجونه لري. ښاغلي بل ګیټس دغه خبره په داسې محال کړی چې نائجریا کې په تیرو دوو کالو کې د پولیو دوه نوي کیسونو رپورټ شوي.

بل ګیټس دغه خبری د واېس اف امریکا (افریقا ۵۴) خپرونه کې تیره ورځ د برخه اغستو په مهال کړي او زیاته کړی ېې ده د دومره لوی پرمختګ وروستو دا دوه نوي کسیونه رامخې ته کیدل د مایوسۍ خبره ده. نائجریا، پاکستان او افغانستان دا وختې په نړۍ کې یواځېني هیوادونه دي چرته چې د پولیو واېرس موجود دی.

بل ګیټس زیاته کړی د پولیو مخ نیوي کې لوي چېلنج هغه ماشومانو دي چې ویکسین ورکونکو ته په لاس نه ورځي. ٫٫ په یو غیر محفوظ ماحول کې دغه ماشومانو ته رسیدل ډیر ګران دي. او حقیقت دا دی چې مونږ له به د ځاېي حکومتونو لویه مرسته پکار وي٬٬.

د نائجریا بورنو ریاست چرته چې دا نوي کیسونه رپورټ شوي د دغه کلي په اړه د بل ګیټس فاونډیشن مشر اوېل په بورنو کې ځاېي حکومتونه مونږ سره په دغه لړ کې کار کوي. ٫٫ مونږ ورځ په ورځ پرمخ تګ کوو او لری پرتو کلو ته ځان رسوو. مونږ غواړو هر ماشوم ته ځان اورسوو. او خلک د پولیو ویکسینو په اهمیت خبر کړو٬٬.

د کال ۲۰۰۰م راهسې د بل ګیټس او د هغې کور ودانې میلنډا لخوا شورو شوي خیراتي اداری (بل اینډ میلنډا ګیټس فاونډیشن) لخوا د پولیو د مخ نیوي لپاره ۳.۵ بلینه ډالره خیراتي شوي دي.

د روانی میاشتی په شورو کې په نائجریا کې د دوو کیسونو رامخې ته کیدو وروستو حکومت یو بیړنی کمپاېن هم پیل کړی چې تر مخه به ېې ملینونو ماشومانو ته ویکسین ورکړی کیږي.

دغه دوه تازه پیښې د نائجریا د بورنو په ایالت کې رامخې تهشویدي چې د بوکو حرام وسله واله ډله پکې زیات فعالیت لري. دې ډلې په عامه توګه د پولیو د ویکسین سره مخالفت ښودلی او ویکسین ورکونکي یې دی ته نه پریښودل چې د هغوي تر کنترول لاندې سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

پولیو په ماشومانو کې د ټول عمرۍ معذورۍ سبب جوړیږي. دغه ناروغي علاج نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کیږي. دغه وایریس په ټولې نړۍ کې ورک شویدی خو یوازې په افغانستان، پاکستان او نائجریا کې لا هم پاتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG