لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 جی سیون: نړیوال اقتصادي بازار ته وده ورکول بیړنی هدف


د نړۍ د اووه شتمنو هیوادونو مشرانو ویلي دي دا وخت د دويي لومړۍ هدف د نړۍ اقتصادي بازار ته وده ورکول دي- په جاپان کې د جي سیون سر مشريزه غونډې په پاېی کې خپره کړې شوې اعلاميه وايي د نړۍ اقتصادي بازار په سر ولاړې خطرې تش په فکر منده کیدلو ختمول ممکن نه دي-

په دوه دیرش پاڼو اعلاميه کې په شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د ظابطو د پابندو کولو او د جوهري راپارونکو تجربو څخه د قلاریدلو غږ هم شوی دی-

په غونډه کې د امریکې، کینډې، برطانیې، فرانس،اټلي، جرمني او جاپان مشران شريک وو، د غونډې په پاېی کې د جاپان وزیراعظم شینزو ابی د مشر په توگه په خپل تقرير کې په مشرانو غږ وکړو چې د نړۍ په سر ولاړې اقتصادي خطرې مخه نیولو لپاره دې یو شي-

په اقتصاد کې د غیر یقینۍ وضع په نړیوال بازار کې د تیلونرخونه د امریکې د مرکزي بینک لخوا د سود په شرح باندې څه فیصلې ته نه رسیدل او بیا د برطانیې په یورپي ایتلاف کې د پاتې کیدلو او وتلو فیصلې د لاسه ده-

بلې خوا ته په یورپ کې دا محال د کډوالو شخړه روانه ده او بینکونه د تیر اقتصادي بحران دلاسه وس په ویره کې دي او نورو قرضونو ورکولو ته دومره په آسانه غاړه نه نيسي-

د نړې اووه مالداره هیوادونو مشرانو به په ترهگرۍ، د مرضونو د وباء شکل اختیارولو او د مالدارو خلقو د ټیکسونو څخه پټیدلو په حقله هم د فکر مندو څرگندونه کړیده - خو د دا رقم غونډو څارنه کونکي وائي نړیوال اقتصاد بیا تازه کولو باندې گرانه ده چې ټول هیوادونه یو بل رضا کړي.

تیره میاشت ائي اېم اېف د مالي کال 2016 او 17 لپاره د ترقي یافته هیودانو لپاره د اقتصادي ودې اندازې راټیټې کړې وې. دغه هیوادونو کښې امریکا، یورپ او جاپان شامل دي -

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG