لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس د ازادۍ په دستوره حمله، ٨٠ کسان ووژل شو


په کومه کوڅه کې چې دغه پیښه رامینځته شوي ده، د گاډو د معمول تگ راتگ دپاره تړل شوي وه. عیني شاهدینو ویلي ټرک په تیزرفتارۍ په خلکو ورختلی دی او پشا يي د خلکو مړي غورځولې دي
په کومه کوڅه کې چې دغه پیښه رامینځته شوي ده، د گاډو د معمول تگ راتگ دپاره تړل شوي وه. عیني شاهدینو ویلي ټرک په تیزرفتارۍ په خلکو ورختلی دی او پشا يي د خلکو مړي غورځولې دي

د فرانس صدر فرانسوا اولانډ ویلي د هیواد د سیاحت ښار نیس کې د ازادۍ په دستوره حمله د ترهگرۍ پیښه ده. په حمله کې لږ تر لږه ٨٠ کسان وژل شوي دي او د ککړتیا شک مامورینو په یو ٣١ کلن تن کړی چې په نسل د تیونس سره تعلق لري.

د حملې څو گنټې ورسته صدر اولانډ قام ته خپله وینا کې وویل د ترهگرۍ دا قسمه پیښې يي ددې مسلې خلاف جنگ نه نشي پشا کولی. هغه وویل فرانس د "اسلامک" ترهگرۍ د خطر سره مخامخ دی.

د نیس په حمله کې یو تن د فرانس د ازادۍ په مناسبت د اتش بازۍ په ننداره کې مشغول خلکو باندې وخیژولو چې له امله يي لږ تر لږه ٨٠ کسان ووژل شو او د ١٠٠ نه زیات نور زخمیان دي.

د ټرک ډرایور پولیس په جوابي کاروايي کې ووژلو.

د امریکې صدر براک اوباما د حملې غندنه وکړه، فرانس سره يي د یوالي څرگندونه وکړه او په حمله کې د وژل شوو کسانو خپلوخپلوانو سره يي غمرازي وکړه.

د وایټ هاوس نه جاري شوي بیان کې صدر اوباما وویل امریکايي مامورینو ته يي فرانسوي چارواکو سره د همکارۍ او په تحقیقاتو کې د مرستې کولو امر کړی دی.

په ټیلې وژن د فرانس د پیښې په تصویرونو کې د ټرک په ښیښه د گولو نښانې لیدل کیدې.

عیني شاهدینو مطبوعاتو ته ویلي ټرک د سړک په غاړه راغونډ شوو خلکو باندې قصداً وربوتلل شوی دی.

په کومه کوڅه کې چې دغه پیښه رامینځته شوي ده، د گاډو د معمول تگ راتگ دپاره تړل شوي وه. عیني شاهدینو ویلي ټرک په تیزرفتارۍ په خلکو ورختلی دی او پشا يي د خلکو مړي غورځولې دي.

د وي او ای یوه پروډیوسره چې په دغه موقعه موجود وه په سړک ځای په ځای د خلکو مړي پراته وو.

که چرې ددې خبرې تصدیق کیږی چې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ دا پیښه هم د ترهگرۍ نتیجه ده نو په فرانس کې به د تیر کال راهسې د دریمه خونړۍ واقعه وي. تیر کال د نومبر په میاشت د داعش وسله والې ډلې په حمله کې ١٣٠ کسان ووژل شو. او د کال ٢٠١٥ د جنورۍ په میاشت کې په شارلي هیبډو نومې مجله باندې حمله کې ١٧ وژل شوي وو.

د زیارت، پنجشمبې، د ورځ د ټرک حملې په وخت په نیس ښار کې په سلگونو خلک فرانس د ازادۍ ورځ بیسټایل ډی په موقع د اتش بازۍ نندارې دپاره راغونډ شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG