لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس کې د ترهگرۍ په شک کې ٢ کسان گرفتار شوي دي


فرانس کې د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د اپریل د میاشت په ٢٣ مه نیټه اچول کیږي
فرانس کې د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د اپریل د میاشت په ٢٣ مه نیټه اچول کیږي

په فرانس کې دوه مشکوک تندروه کسان گرفتار شوي دي چې پولیس وايي د صدارتي انتخاباتو نه وړاندې يي د حملې منصوبه سازي کړې وه.

د فرانس د کورنیو چارو وزیر متیاس فکل یوې خبري غونډې ته وویل پولیس د نیول شوو کسانو سره ټوپکې او د بم جوړولو مواد نیولې دي. وزیر نور څه تفصیل وړاندې نه کړو چې گني د نیول شوو کسانو هدف څه وو او یا دا چې گنې په څه مقصد يي د حملې منصوبه سازي کړي وه. هغه زیاته کړه چې د صدارتي انتخاباتو نه یوه شپه وړاندې د حملې امکان و.

د نیول شوو نتانو شناخت نه دی څرگند کړی شوی خو ښاغلي فکل وویل دواړه د فرانس شهریان دي او یو په کال ١٩٨٧ او بل په کال ١٩٩٣ کې پیدا شوی دی.

پولیس ویلي امنیتي مامورینو دواړه کسان د فرانس په جنوبی ښار وارسی کې ونیول او تفتیش ترې جاري دی. متیاس فکل وویل پولیس داسې مواد ترلاسه کړي دي چې حملې دپاره د نیول شوو کسانو د سازش تصدیق کوي.

په صدارتي انتخابانو کې د ښي لاس امیدوارې مري لپین د فرانس خبري ادارې ای ایف پي ته ویلي د هغې په حفاظت مامورې ډلې پولیس ته د نیول شوو کسانو تصویرونه ورکړي وو.

د فرانس صدر فرانسوه اولانډ د مشکوک ترهگرو په نیولو د پولیس ستاینه وکړه. هغه وویل دواړه کسان به عدالت ته وړاندې کولی شي او نور تفصیلات به هم هلته رابسیره کیږي.

په ورستي کلونو کې د ترهگرۍ د حملو ښکار فرانس خپل امنیتي ادارې بیدارې کړې دي. د کال ٢٠١٦ د جولايي په میاشت کې د فرانس د ازادۍ د ورځې په یوه دستوره حمله کې ٨۴ کسان ووژل شو.

فرانس کې د نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه د اپریل د میاشت په ٢٣ مه نیټه اچول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG