لاس رسیدونکی لینک

ایمانیول مکرون د فرانس صدر وټاکل شو


د فرانس په صدارتي ټاکنو کې اولس ایمانیول مکرون د هیواد د صدر په توګه منتخب کړی اود اروپايي اتحاد او کډوالۍ مخالفه کاندیده مارین لپین ېي رد کړی.

د صدارتي انتخاباتو د لومړۍ نتیجو تر مخه ښاغلي مکرون ۶۴.۳ فیصده راېي ترلاسه کړي او د هغه مخالفه کاندیدې ۳۵.۷ فیصدي رايې ګټلي.

د خپلې ګټې وروستو صدر د فرانس خبري ایجنسۍ ته ویلي ٫٫ د هیلو او باور ډک فرانس یو نوی دور پیل شو.٬٬

د انتخاباتو د نتیجو راتلو وروستو د صدر ایمانیول مخالفه لپین په ختیځ پيرس ښار کې دوینا په وخت صدر ته مبارکي ورکړی. خپلو پلویانو ته دوینا په وخت میرمن لپین ویلي:٫٫ د فرانس اولس خپل نوی صدر ټاکلی، ما میکرون ته ټیلیفون کړی او هغه ته مې مبارکي ورکړی. ځه د فرانس ګټه او مفاد تر ټولو وړاندې ګڼم.٬٬

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د فرانس نوی صدر ته په ټویټر په یو پیغام کې مبارکي ورکړی او دغه يې یوه لویه ګټه بللی.

اېمانيول به د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر وي. دی ۳۹ کلن دی او د اروپايي اتحاد نه د فرانس د وتلو مخالف وو. دا د جمهوري ریاست انتخاباتو دویم پړاو وو، په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید تر ۵۰ فیصدو ډېرې رایې نه وې ګټلې.

څيړونکو د صدارتي انتخاباتو دپاره چلېدلي کمپاين د نوي فرانس د تاریخ لانجمن کمپاېن بللی او ويلي يې دي چې د یکشنبې په ورځ که هر څوک په انتخاباتو بریالی کيږي خو دا به د يورپ سره د فرانس د يوې نوې لارې پېل وي.

د انتخابي کمپاين په پای د جاري شوې رايې عامه په جاج کې اېمانيول ته د ۶۲ فيصده ملاتړ سره د هغه سیالې لوپين باندې څرګند اکثريت ښکاره کړی شوی ؤ.

لوپين د مهاجرينو مخالفه او کلکه قام پرسته ده او په رايې عامه کې هغې ته د ۳۸ فيصده خلکو ملاتړ ښکاره کړی شوی وو.

د فرانس په وروستي تاريخ کې دا لمړی ځل دی چې رايې ورکوونکي په داسې انتخاباتو کې رايې ورکوي چې پکې په روایتي توګه د اسټبلشمنټ ملاتړی کانديد برخه نه اخلي.

اېمانيول سوداګرۍ او کاروباري ته د ودې ورکولو او يورپي يونين د برخې جوړېدو پلوي دی او لوپين د فرانس د يورپي يونين نه د بېلتون پلوي او د مهاجرينو او په خصوصي توګه د مسلمان ملکونو څخه راتلونکو باندې د بندېز وکالت کوي.

د صدارتي انتخاباتو دپاره نزدې ۶۷ زره پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چرته چې د ځايي وخت ترمخه سهار اته بجې رايې اچونه پېل شوې او تر ماښام پورې به روانه وي.

په فرانس کې د ترهګرۍ د تازه پېښو په ترڅ کې د انتخاباتو په موقع کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او د ۵۰ زرو نه زيات پوليس او پوځي سرتيري ځای په ځای کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG