لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان لوړ رتبه پوځي کمانډران وايي په فاټا کې دې اصلاحات سرته ورسول شي


د پاکستان پوځ لوړ رتبه مامورینو په فاټا کې د اصلاحاتو په عمل غور کړی دی او غوښتنه يي کړې ده چې دا عمل دې د قبایلي اولس د خواهشاتو سره سم سر ته ورسولی شي.

په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې د پوځي کمانډرانو غونډه د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ کې وشوه. په غونډه کې سیمې د امنیت او د وسله والو خلاف د ردالفساد په نوم د اپریشن جاج واخیستلی شو.

مطبوعاتو ته خپل بیان کې پوځ وویل د "فارمیشن" کمانډرانو په سالانه غونډه کې د فاټا په صورتحال غور وشو او افغانستان سره په پوله د اخستل شوو ورستي اقداماتو جاج واخیستلی شو.

بیان وايي پوځي کمانډرانو غوښتنه وکړه چې د فاټا د مجوزه اصلاحاتو بهیر دې سیمې د اولس د خواهشاتو سره سم سر ته ورسولی شي.

فاټا د اصلاحاتو دغه بهیر د مرکزي حکومت د دوو ائتلافي گوندونو، جمعت علما اسلام (فضل الرحمان) او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، د تحفظاتو په وجه د ځنډ ښکار شوی دی.

باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان د شورو، چارشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه په هیلو وي او پروگرام کې امید څرگند کړو چې په اینده ١٠ یا ١٥ ؤ ورځو کې به د اصلاحاتو په اړه څه پرمختگ وشي.

خو د فاټا سټوډنټس ارگنایزیشن صدره او د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي ثمرینه خان وزیر هم په هیلو وي او پروگرام کې وویل چې په فاټا کې د اصلاحاتو په سر د فاټا ځوانان په پارلیمنټ کې ناست سیمې د نمانیدگانو نه مایوسه شوي دي او په اصلاحاتو کې د ځنډ خلاف به د جولايي په ١٩ مه نیټه به احتجاجي ناسته کوي.

د فاټا په مجوزه اصلاحاتو کې سیمې د انتظام لپاره د انگریز د وخت قوانین ختمول، فاټا ته د هايي کورټ او سپریم کورټ عملداري غځول او د سیمې بالاخر په خیبر پښتونخوا کې شاملولو غوندې اقدامات شامل دي.

د فاټا او د سرحدي چارو ترڅنگ پوځي کمانډرانو په غونډه کې بلوچستان د صورتحال هم جاج واخیستو. په دې اړه پوځ خپل بیان کې وویل بلوچستان د اولس په ملاتړ به صوبې د پرمختگ او ثبات لپاره به اقدامات کولی شي.

پوځي مامورینو د سي پیک په منصوبه هم غور وکړو او په دې خبره يي زور واچولو چې سي پیک سره تړلې منصوبې په وخت سر ته د رسیدو لپاره به امنیت پرځای کولی شي.

که څه هم پوځ او د پاکستان مرکزي حکومت سي پیک هیواد د پرمختگ لپاره اهمه منصوبه گڼي خو بلوچستان او خیبر پښتونخوا په دې لړ کې خپل تحفظات لري او د منصوبې ناقدین وايي په کې د زیاتره پنجاب د مفاداتو پام ساتل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG