لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه جي گل افریدي: فاټا د اصلاحاتو په موضوع د قامي اسمبلۍ او د سینټ غونډې


په سرښار اسلام آباد کې د پارلیمنټ وداني
په سرښار اسلام آباد کې د پارلیمنټ وداني

په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر حاجي شاه جي گل ویلي د فاټا د اصلاحاتو په موضوع خصوصي بحث دپاره د قامي اسمبلۍ او سینټ غونډې د گل، دوشنبې، په ورځ رابلل شوي دي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې شاجي ګل وویل د فاټا د اصلاحاتو د ځنډ ښکار عمل بیا په وړاندې تلونکی دی او د پارلیمنټ غونډه په یو ټکي د بحث دپاره رابلل شوي ده او دغه ټکی په فاټا کې اصلاحات دي.

شاه جی گل وويل د اصلاحاتو په اړوند ورته ټولو سياسي ګوندونو باور ورکړی چې په پارليمان کې به يې کلک ملاتړ کوي." د سپريم کورټ او هائيکورټ پورې رسايي دپاره اکثريت پکار دی او د صوبايي اسمبلۍ د ممبرانو دپاره ورته د دوه درې اکثريت پکار دی نو که اپوزيشن زمونږ ملګرتيا وکړي نو مونږ ته به هيڅ مسله نه وي."

شاه جي گل په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د پخواني چیف جسټس افتخار محمد چودهري بیان هم رد کړو.

د پاکستان د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي او د جسټس اېنډډېموکرېټک ګوند مشر افتخارمحمدچوهدري د قبايلي سيمې (فاټا) دپاره اعلان شوي اصلاحاتي نظام ته درغلي ويلي او د مسلم ليګ ن ډلې په مرکزي حکومت يې نيوکې کړي چې د قبايلي سيمې د پرمختګ په اړه مخلص نه دی.

شاه جي ګل چې په خپله يي د فاټا اصلاحاتو په لړ کې هلې ځلې کړي دي وویل د افتخار چوهدري د فاټا په اړوند کړې وېنا سياسي بیان بازي ده.

شاه جي گل وویل افتخارچوهدري په خپلو خبرو کې ويلي چې څو پورې قبايلي سیمو ته د سپريم کورټ او هائيکورټ رسائي نه وي شوي نو تر هغې به پورې قبايلو ته حق نه ترلاسه کيږي.

نوموړی وايي په قبايلي سيمو کې اصلاحات کیدل نه یواځې د دغې سيمې نا بلکې د سيمې او ټول ملک په ګټه دی.

هغه زياته کړه دوي په دې خبره زور راوړی ؤ چې د بجټ نه وړاندې دا ائيني اصلاحات وشي او په بجټ کې دوي ته د این اېف سي اېوارډ نه درې فيصده (سل اربه روپۍ) ترلاسه شي او خپل حق ورته ورکړی شي.

افتخارچوهدري د خالي يا شنبې په ورځ د خیبرايجنسۍ د سفر په وخت ويلي داسې نه ښکاري چې د فاټا منظور شوی اصلاحاتي نظام به زر په ځای شي.

هغه ويلي حکومت قصداً د فاټا اولس د بينادي قانوني او ائيني حقونو څخه بې برخې ساتي.

خو شاجي ګل وايي چې د ګل نه د جمعې د ورځې پورې وخت ورکړی شوی که چرته کومه ائيني يا قانوني ستونزه رامنځته کيږي چې د هغې د حل لارې ولټول شي چې سبا ترې بيا مسلې نه راولاړيږي، هغه هيله مند دی چې په " پينځه ورځو کې به د اصلاحاتو عمل پای ته ورسي."

د قبايلي سيمې د وکيلانو د اتحاديې مشر رحيم شاه افريدی د افتخارچوهدري د خبرې تائيد کوي او وايي که چرته د مسلم ليګ ن ډلې حکومت د فاټا د اولس سره مخلص وی نو تراوسه پورې به يې د فاټا اصلاحات نه ځنډول.

ډيوه رېډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل" پخواني چيف جسټس ټیک ویلي د مسلم لیګ ن حکومت نه غواړي چې د نور ملک په رنګ د فاټا اولس ته ائيني او بنيادي حقونه ورکړي ځکه د فاټا د اصلاحاتو عمل ته ځنډ ورکوي او راکاږي يې".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG