لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانيي ته د یورپین یونین مشرانو په مخه ښه


د یورپین یونین مشرانو د نهې، سه شنبې، په ماښام په برسلز کې غونډه وکړه چې ډیوډ کیمرون هم پکې شریک وو او ممکنه ده چې د کوم برطانوي وزیراعظم لخوا دا اخیری کډون وي
د یورپین یونین مشرانو د نهې، سه شنبې، په ماښام په برسلز کې غونډه وکړه چې ډیوډ کیمرون هم پکې شریک وو او ممکنه ده چې د کوم برطانوي وزیراعظم لخوا دا اخیری کډون وي

په برسلز کې د یورپین یونین د سرمشرانو په غونډه کې یورپي مشرانو برطانيي ته نه یوازې په مخه ښه وویل بلکه په لندن يي غږ وکړو چې د یورپي اتحاد نه وتلو دپاره دې اوس خپله دنده په چټکتیه په وړاندې بوځي.

د برطانيي اولس تیره هفته په اکثریت یورپین یونین نه د وتلو په حق کې خپله رایې ورکړه خو وزیراعظم ډیوډ کیمرون ویلي اتحاد نه په رسمي توه د جدا کیدو کار به خپل جاشین ته پریښدي. د فیصلې په ترڅ کې ښاغلي کیمرون د مستعفي کیدو اعلان کړی دی.

د یورپین یونین مشرانو د نهې، سه شنبې، په ماښام په برسلز کې غونډه وکړه چې ډیوډ کیمرون هم پکې شریک وو او ممکنه ده چې د کوم برطانوي وزیراعظم لخوا دا اخیری کډون وي.

د رسمي خبرو اترو ورسته، ډیوډ کیمرون وویل که څه هم برطانیه د اتحاد نه وځي خو یورپین یونین سره به د تجارت او د امنیت په مدونو کې انتهايي نژدې تعلق ساتي.

په خپلو پیغامونو کې یورپي مشرانو وویل برطانیه دې د هیڅ قسمه امتیازي سلوک امید نه لري.

د فرانس صدر فرانسوا اولانډ وویل که چرې برطانیه یورپي هیوادونو سره یورپ سره په شریک تجارت کې برخه اخیستل غواړي نو د خلکو ازادانه تگ راتگ دپاره به خپل دروازې خلاصې ساتي. دا هم د مهاجرت مسله وه چې د برطانيي اکثریت خلکو یورپین یونین نه د وتلو فیصله وکړه.

یورپي مشرانو یونین نه د برطانيي د وتلو ورسته په تنظیم کې د اصلاحاتو ژمنه هم وکړه.

د یورپي اتحاد یا یورپي یونین قیام د دویم عالمي جنگ د ختمیدو ورسته په وجود کې راغلو. د اتحاد یو بنیادي مقصد سیمې د هیوادونوترمنځ اقتصادي همکارۍ ته وده ورکول وو او تصور دا و چې په اقتصاد کې په یو بل اړتیا به په اینده کې د غړو هیوادونو ترمنځ د جنگ مخه ونیسي.

دا رنگ د یورپین اکنامک کمیونټي بنیاد په کال نونسوه اته پنسوځسم کې کښیودل شو. بیلجیم، جرمني، فرانس، اټلي، لکزمبرگ او هالینډ بنیادي رکن ملکونه وو.

د اقتصاد همکارۍ نه د یورپي اتحاد فعالیتونه نورو مدونو ته هم وغځیدل چې پکې ماحولیات، خارجې تعلقات، انصاف، مهاجرت، سکیورټي یا امنیت او گڼ شمیر نور مدونه شامل شول.

په کال نونسوه درې نوي کې د اتحاد نوم د یورپین اکنامک کمیونټي نه یورپي یونین ته بدل کړی شو.

او په کال ٢٠١٢ کې یورپین یونین خپله کرنسي یورو هم جوړه کړه. خو برطانیه د یورو زون برخه نه وه، یعنې د اتحاد په هغه غړې هیوادونو کې لندن نه و شامل چرته چې به یورو استعمالیده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG