لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني: نړي واله ټولنه دې د افغانستان مرستې جاري وساتي


د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په اړه په غونډ کې د ٧٠ هیوادونو او مرستندوه ادارو استازو گډون وکړو
د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په اړه په غونډ کې د ٧٠ هیوادونو او مرستندوه ادارو استازو گډون وکړو

د افغانستان صدر اشرف غني په برسلز کې افغانستان سره د مرسته کونکو هیوادونو او ادارو په غونډه کې په نړي واله ټولنه غږ وکړو چې جنگ ځپلې هیواد سره دې خپلې مرستې جاري وساتي او ژمنه يي وکړه چې حکومت به يي په هیواد کې د غربت ختمولو دوام دار کوښښونه کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په اړه په غونډ کې د ٧٠ هیوادونو او مرستندوه ادارو استازو گډون وکړو.

غونډې ته خپله وینا کې اشرف غني وویل هیواد يي د سماجي اډاڼې د ړنگیدو د خطر سره مخامخ دی. هغه وویل د غربت خاتمه يي د حکومت بنیادي ترجیح ده. هغه وویل د افغانستان د ولس یو کم څلویښت فیصده برخه په یو ډالر ورځ تیره وي، چې د غربت د کرښې سره نژدې کچه ده.

غونډې ته وینا کې د ملگرو ملتونو مشر بان کي وویل نړي والې ټولنې ته پکار دي چې افغانستان سره د ملاتړ په لړ کې کره پیغام وړاندې کړي. هغه وویل افغان مشران اوږدې مودې راهسې ځپل شوي ولس ژوند ښه کولو دپاره د پرمختگ او اصلاحاتو کړن لارې لري.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري وویل د افغانستان د اینده په اړه ډیر خوشبینه دی. هغه وویل د نړي وال ایتلاف په مرسته افغانستان یو کال تر بله پرمختگ کړی دی.

د یورپین یونین د خارجه تعلقاتو مشرې فریډکا موگریني د یورپي د اتحاد ٢٨ غړو هیوادونو له خوا افغانستان سره د کال ٢٠٢٠ پورې د مالي امداد اعلان وکړو. هغې وویل یورپي ټولنه به تر د ٢٠٢٠ پورې افغانستان ته هر کال یو اشاریه درې ارب ډالر مالي کومک ورکوي.

د پاکستان له خوا هم د برسلز په غونډه کې افغانستان سره د ٥٠٠ میلنه ډالرو د مالي مرستې اعلان شوی دی. خارجه چارو دپاره د وزیراعظم نوازشریف مشیر سرتاج عزیز د پاکستان په نمایندگۍ په غونډه کې شرکت وکړو. هغه وویل افغانستان سره يي مالي امداد د اقتصاد په مد کې کړی دی.

د برسلز غونډه په داسې مهال کیده چې د نهی، سه شنبې، په ورځ په دریمه ورځ هم په شمالي کندز ښار کې د افغان حکومتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ نښتې وشوې. جگړې په داسې حال شورو شوه چې طالبانو په کندز یرغل وکړو او د ښار گڼ شمیر برخې يي ونیولې. تیر کال هم کندز طالبانو ته سقوط کړی و.

د برسلز غونډې په د امریکې ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د تیرو ١٥ کلونو راهسې افغانستان سره د مرستو له امله په نړي واله ټولنه کې یو څه ستړیا لیدل کیږي او د غونډې کوربه یورپي یونین به افغانستان دپاره هر کال د درې ارب ډالرو امداد په راغونډولو کې د مشکل سره مخامخ کیږي. رپورټ وايي په کال ٢٠١٢ کې د ټوکیو، جاپان، په غونډه کې افغانستان سره د څلور ارب ډالرو د مرستو ژمنې شوي وې.

څیړونکې وايي امنیت، اقتصاد او ادارې فساد لیمنځه وړل د افغان حکومت دپاره اوس لوې مسلې دي. د کابل یونیورسټۍ د سیاسي چارو استاز تاج محمد اکبر وايي افغان حکومت اداري، سیاسي او اقتصادي فساد په ختمولو کې د ناکامۍ سره مخامخ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG