لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایدهي سره زما درې ملاقاتونه


Social Activist Abdulsattar Edhi
Social Activist Abdulsattar Edhi

یو ښایسته ماشوم راته وئیل ، زه د ایدهي دې ځاېي ( یتيم خانې) ته خپلې نیا راوستې یمه، گمان کومه دغه ماشوم به لس کلن ؤ، نیا دې ولې ورکړې یې؟ پلار مې مړ ؤ، مور به مې وخلم او ډوډوۍ یې نه راکوله نو نیا مې ایدهي له ورکړمه- خو زه دلته نه یم خوشحاله- هغه زر زر د خپل زړه مراد اووې-

سپين گيری ایدهي د کراچۍ نه شمال پلو ته په سپر هاېي وی د ایدهي ویلیج په نوم د یتيم خانې د وداني په انگڼ کښې ددغه شان سوونو ماشومانو په منځ کښې ولاړ ؤ- چا به یې گيره رانیوله او څوک یې اوږو ته ختل-

زه د ایدهي خواته ورغلم - دا ماشومان ماته وېي مونږ دلته خوشحاله نه یو- ما د ایدهي څخه وپوښتل.

(ماشومان خو په مثال د مرغو وي په پنجرو کې نه خوشحالیږي، دغه ماشوم چې تا ورسره خبرې کولې خپلې نیا په دویم ځل راوستې دی، ځيني ماشومان مونږ ته پوليس راکړي یا یې د ښار بل څوک راورسوي، خو وس زه ددې ټولو پلار او بلقيس یې مور ده)

دا زما او د ایدهي دریم ملاقات ؤ، ما د پښتو ژبې ټي وي خیبر لپاره پروگرام کوو، زما سره درې نور ملگري حبیب، شاهد او هادي هم ؤ. ما په دغه ورځ ډیر ژړلي وو- ما چې به د چا نه تپوس وکړو چې تاته خپل مور پلار یاد دي او هغه به اووې چې نا- نو زما زړه به ډیر خفه شو –

ایدهي د دغه ماشومانو لپاره په دغه یتيم خانه کې د خوراک څخاک، علاج او تعليم بندوبست کړې دی- دغه ماشومان چې کله ځلمي شي او په صحت روغ وي او تلل غواړي نو دوېي ورته اجازت ورکړي- ځیني ماشومانو له ایدهي او د هغه ښځه د ودونو بندوبست وکړي او ځیي د ایدهي د رضاکارئ په کارونو کې مصروفه شي- دویم ملاقات ورسره زما د ایدهي په دفتر کهارادر علاقه کې کړې ؤ، هغه یو وړوکې غوندې کوټه وه او د لرگي په یو تخت ناست ؤ- هغه ته هلته د هغه سره کار کونکو ټولو خلقو ابا یعني پلار ویل،-

د ایدهي سره زما دریم ملاقات د کراچۍ په نمایش چورنگۍ کې شوې ؤ- ایدهي هلته جولۍ غوړولی وه او د لکونو خوارانو لپاره یې د شتمنو څخه خیرات غوښتلو-

ایدهي په دغه درې واړه ملاقاتونو کې ما د تورې ملیشې په جامو کې لیدلې ؤ-

هغه یو غريب خویه، په انسانانو مئین د لکونو بې وسو بې مثله خدمت کونکی عظيم انسان ؤ-

دغه شان عظیم خلق په دنیا کې ډیر کم پیدا شوي دي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG