اشفاق مومند
د خېر ښېګړې خيراتي اداري ايدهي فاؤنډېشن مشر عبدالستار ايدهي د اته اتيا کالو په عمر کې په حق ورسېدو هغه د پختورګو د ناروغۍ سره مخ ؤ او څو ورځې وړاندې روغتون ته منتقل کړی شوی ؤ .د عبدالستار ايدهي زوي فېصل ايدهي پخلی وکړو چې عبدالستار ايدهي په حق ورسېدو . ايدهي څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پختورګو د علاج ځانګړي روغتون (سندهـ انسټيټيوټ اف يورالوجي اېنډ ټرانسپلانټ ، اېس ائي يو ټي) ته منتقل کړی شوی ؤ او هغه ته په ساه اخستو ستونزه ورپېښه وه .
عبدالستار ایدهي پخپله ډیر ساده ژوند کوو او زیات تره به ېې په خپلو مرکو کې وېیل دغه سادګي ېې د پښتنو نه زده کړی ده.
په خپله یوه مرکه کې خداې بخښلي وېلي وو د خداېي خدمتګار باچا خان د کار او ژوند نه متاثره دی، هغه وېلي وو که څوک ساده او خه ژوند لیدل غواړي نو د پښتنو سېمې ته دی لاړ شي. د باچا خان د لاسه اخستل شوې یوه جایزه یا ایوارډ په اړه خداې بخښلي وېلي وو دغه ېې د ژوند تر ټولو غوره جاېزه ده.
د پښتون قام او پښتنومشرانو سره د خداېې بخښلي عبدالستار ایدهي دمېنې په اړه رپورټ د ډیوه همکار اشفاق مومند په غږ په لاندیني لنک اوریدې شۍ.