لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه یو ځل بیا ځنډول شويده


د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه یو ځل بیا ځنډول شويده
د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه یو ځل بیا ځنډول شويده

د ډاکټر شکیل افریدي د مقدمې اورونه یو وارې بیا د سرکاري وکیل د نه حاضریدو له امله ځنډول شویده.

رپوټونه وايي دا دیرشم ځل دی چې د فاټا ټریبیونل دغه اورونه ځنډولې وي او د ډاکټر افریدي په کیس کې په قانوني توګه د کال ۲۰۱۱ راهیسي هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

د ډاکټر شکیل افریدي وکیل قمر ندیم ډیوه راډیو سره په خبرو کې ویلي.

(یو ځل بیا سرکاري وکیل حاضر نه شو. خو دا ځل زمونږ هم یو وکیل د وخت د کمي له امله ټریبیونل ته حاضر شوی نه وه. دا مقدمه له کومې اورونې پرته وځنډول شوه.)

ډاکټر افریدي چې په امریکا کې یو اتل ګڼل کیږي خو په پاکستان کې ورته د غدار په سترګه کتل کیږي.

په نوموړي باندې د وسلوالو سره د مرستو تورونه له هاغې وروسته ولګول شول کله چې یې ۲۰۱۱ کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې افریدي له امریکايي ځواکونو سره د القاعده د مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې مرسته کړیده.

څېړونکي نیوکې کوي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پاتې کېدو په اړه د ایبټ اباد کمیسیون راپور عامو خلکو ته نه ښودل کیږي چې دا معلومه شي چې د چا په مرسته اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې د پوځي روزنې مرکز ته څېرمه په کلونو پټ ساتل شوی وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG