لاس رسیدونکی لینک

ډونلډ ټرمپ راتلونکو څو شیبو کې د امریکا د نوي صدر په حیث سوګند پورته کوي


President-elect Donald Trump and his wife Melania arrives for a church service at St. John’s Episcopal Church across from the White House in Washington, Jan. 20, 2017, on Donald Trump's inauguration day.

د سوګند پورته کولو مراسمو کې د برخې اخیستلو لپاره د ګردې امریکا څخه دډونلډ ټرمپ پلویان په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي او د غونډې ځای ته د داخلیدو انتظار کوي.

واشنګټن ډي سي کې سخت امنيتي ګامونه پورته شوي او اکثره لارې کوڅې تړلې دي.

په ریل ګاډو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او د غونډې ځای ته نږدې شخصي موټرو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

نن په واشنګټن ډي سي کې هوا ډیره سړه او نری نری باران هم وریږي.

د ډونلډ ټرمپ د سوګند پورته کولو دستورې په وخت دده سیاسي مخالفینو لخوا د غټو احتجاجونو پلان هم دی.

ډیر امریکایان وایې چې د ډونلډ ټرمپ انتخاباتو ګټلو امریکا په سیاسي توګه ویشلې ده - ولې ټرمپ بیګا په خپله یوه وینا کې امریکایانو ته ډاډ ورکړی چې دوی به یو موټی کوي.

د ډیوه راډیو خبریالان د کانګرس ودانۍ، د سوګند د پورته کولو غونډې او نورو یوشمیر ځایونو نه د سوګند پورته کولو په اړه معلومات وړاندې کوي.

د ډیو راډیو سره اوسئ.

XS
SM
MD
LG