لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي د پاکستان وړو ایټمی وسلو د نیوکلیايي جنګ امکانات سوا کړي.


د امریکا قامي استخباراتي ادارې (نیشنل ډایریکټوریټ اف انټیلجنس) د پاکستان په وړو ایټمي وسلو جوړولو اندېښنې څرګندې کړي او ویلي د جنګ په وخت د دغه وسلو کارولو سره دا خطر زیات شوی چې دا غیر محفوظه لاسونو ته پرېوځي.

د یادې ادارې مشر ډینیل کوټس کانګرس ته د یوې اورونې پروخت ویلي د پاکستان لخوا د وړو اټومي وسلو جوړولو پروګرام سره ددغه هیواد د ایټمي وسلو د استعمالولو امکانات نور هم زیات شویدي.

په پاکستان کې د ایټمي چارو یو کارپوه شاهد الرحمن وايي د پاکستان ایټمي وسلو په اړه اندېښنې به تل موجودې وي او ددې د مخنیوي یواځینۍ لار د هند او پاکستان ترمنځ د دغه وسلو محدوده کولو لوظنامه ده.

ډیوه راډیو ته یوې مرکه کې هغه ویلي (دواړه هیوادونه په هرصورت کې له تاوان سره مخ کیږي او بله هیڅ لاره نشته چې دواړه د امریکا او روس په رنګ یوې لوظنامې ته ورسېږي او د اټومي وسلو شمیره کمه کړي.)

شاهد الرحمن وايي د پاکستان ایټمي وسلو ته خطر یواځې د ترهګرو ډلو لخوا نه دی بلکه د پاکستان لخوا د دغو وسلو استعمالونکو غلط استعمال ډیر زیان اړولی شي.

دغه امریکايي چارواکي د اورونې پر وخت د پاکستان او افغانستان سیمې په اړه د خپل اټکل پر وخت خبرداری ورکړ چې د پاکستان له خاورې څخه په هند یو بل ترهګر برید د پاکستان او هند ترمنځ حالات ډیر خرابولی شي.

ډینیل کوټس وايي په پاکستان کې میشته ترهګرې ډلې پدغې سیمه کې د امریکا ګټو ته غټ خطر دی.

دغه اورونه کې دې چارواکي دا خبره هم کړېده چې په پاکستان کې دننه ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو لپاره په راتلونکي وخت کې هم یو چلنج دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG