لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا ادارې به په چين کې اقتصادي نندارتون کوي : پروېز خټک


د خېبر پښتونخوا اعلا وزير ويلي دي د صوبې گڼ شمېر ادارې به د مارچ په میاشت کې په چين کې یو اقتصادي نندارتون کوي. هغه ډیوه سره په ځانگړې مرکه کې اوویل چې په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې پښتونخوا صوبې ته هم ډېرې ترقیاتي منصوبې راروانې دي-

پروېز خټک اوویل " د ریل منصوبه ، به پېښور، نوښار، مردان، چارسده، صوابۍ او تر درگۍ پورې رسي، او دا د سي پېک برخه ده"

پروېز خټک ويلي دي په رشکۍ کې به په څلوېښت زره کناله زمکه یو انډسټریل پارک یا اقتصادي منصوبه هم د سي پېک لاندې جوړیږي –

هغه اوویل چې کله چين ته لاړو نو ورته معلومه شوه چې چينیانو په لاهور کې خپل چیمبر جوړ کړی دی هغه وايي " دا هرڅه دې د ظالم بچو پټ ساتلي وو خو چې زه چين ته لاړم نو ماته پته ولگیدله"

پروېز خټک اوویل چې وس به په پښتونخوا کې د ترقۍ ډېرې منصوبې د سي پېک لاندې شورو شي-

په پښتونخوا کې د عوامي نیشنل گوند په شمول یو شمېر گوندونه وايي چې مرکزي حکومت اوس هم په سي پېک کې پنجاب ته ډیره برخه اخلي او د پښتونخوا صوبې ته لږه برخه ورکوي

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان په خپله یوه مرکه کې ويلي دي مرکزي حکومت په سي پېک د دويي اعتراضونه ختم کړي نه دي-

هغه وویل "که چرې حکومت د سي پیک په لاره او اصلي نقشو کې څه بدلون نه دی کړی نو د خپلې دعوې په حق کې دې دستاویزات ښکاره کړي" هغه دړکه کړې وه .که چرې د پاکستان وفاقي حکومت د سي پیک په سر ددوي اعتراضات ختم نه کړل نو گوند يي په احتجاج لاس پورې کولی شي.

د اعلا وزير پروېز خټک سره مرکه د ډیوه په پېښور کې خبریال حمیدالله کړېده

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG