لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعلا پرویز خټک: جگړه نه کوو خو وزیراعظم دې په سي پېک خپل لوظ پوره کړي


وزيراعلا پرویز خټک ويلی دي دوېي جگړه نه کوي خو وزيراعظم نوازشریف دې د چين پاکستان اکنامک کوریډیور په سر د ټول قوم سره کړي خپل لوظونه پوره کړي- اعلا وزير د ډیوه ریډیو د پروگرام واشنگټن ټو سره په خصوصي خبرو کې اوویل چې دوېي صرف دا غواړي چې وزیراعظم ورسره د غربي راووټ (سړک) لپاره په خپل لوظ وپالي-

د پښتونخوا حکومت او نورو قام پرسته گوندونو دريز دی چې مرکزي حکومت لوظ کړې ؤ د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) چې د 46 بلینه روپو منصوبه ده د پاکستان وړو صوبو تر منځه تلونکې سړک به تر ټولو د مخه جوړوي او په د ترقۍ راوستونکو منصو بو ویش به توله کوي – خو وس زیاتره گوندونه واېي په دغه پروژه کې ورته پوره حق نه دی ورکړی شوی او ټوله ګټه د ملک تر ټولو لويې صوبې پنجاب ته ورکړې کیږي-.

د اعلا وزيرڅخه په خپرونه کې تپوس وشو چې ستاسو د گوند تحريک انصاف مشرعمران خان په پنجاب کې د ووټونو او بډو رشوتونو په سر د مرکزي حکومت په خلاف سخت احتجاج کوي او پرلتونه وهي خو د پښتنو د بنیادي حقونو لپاره د سي پیک په سر کلکه خبره ځکه نه کوي چې په پنجاب کې به ورله بیا څوک ووټونه نه ورکوي – د پرویز خټک ځواب ؤ ( دا غلطه خبره ده . عمرا خان د چين د سفير سره ملاقات کړې ؤ او احتجاج یې کړې ؤ، که څوک وغواړي عمران خان به پېښور ته هم احتجاج له راشي) هغه زیاته کړې دوېي د ایسټرن یا شرقي راووټ خلاف نه دي خو په غربي راووټ کې خپل حق غواړي-

پرویز خټک اوویل چې په وزيراعظم به د خپل کړي لوظ د پوره کولو پورې ترهره حده ځي- هغه اوویل چې مونږ د خپل حق لپاره غږ کوو نو بیا خلق واېي دوېي د ملک خلاف سازش کوي پرویز خټک اویل چې دا جگړه د پنجاب او پښتون تر منځه جگړه نه ده او نه دوېي جگړه کول غواړي خو واېي پکار ده چې وزيراعظم خپل لوظ پوره کړي –

پرویز خټک اوویل وزير ( احسن اقبال) ورته څو ځله ويلي دي چې په دې مسله راسره ملاقات کول غواړي خو ما ورته ويلي دي چې هر کله راشه خو چې د چين د حکومت سره کړي ليکل راته ښکاره کولې شې) اعلا وزير زیاته کړه چې مرکزي حکومت صرف قېصې کوي او د الف لیلا داستانونه کوي-

پرویز خټک اویل د پښتونخوا حکومت په چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د خپلې برخې د کره کولو لپاره وس عدالت ته ځي چې دا خبره سپينه او رڼه کړي-

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG