لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: د چین اقتصادي منصوبې سیمه کې ترهگري ختمولی شي


د دوه ورځنۍ غونډې پرانسته د چین صدر ژي جنپنگ وکړه. په غونډه کې د ٢٩ هیوادونو د سر مشران شامل وو چې پکې د روس صدر ولادیمیر پوټن او ترکي صدر رجپ طیب هم شامل وو
د دوه ورځنۍ غونډې پرانسته د چین صدر ژي جنپنگ وکړه. په غونډه کې د ٢٩ هیوادونو د سر مشران شامل وو چې پکې د روس صدر ولادیمیر پوټن او ترکي صدر رجپ طیب هم شامل وو

د پاکستان وزیراعظم وزیراعظم نوازشریف ویلي ترهگرۍ د ختمولو لپاره زغم او د نورو ثقافتونو قبلول ضر‏وري دي.

نوازشریف د اتوار، یکشنبې، په ورځ د چین سرښار بیجنگ کې د "ون بیلټ ون روډ" یا "یوه سیمه یو سړک" په نوم د چین د منصوبې په موضوع نړي والې غونډې ته وینا کوله.

چین دغه منصوبې ته د "نیو سلک روډ" یا د ریښمو نوي لاره نوم هم ورکوي.

د دوه ورځنۍ غونډې پرانسته د چین صدر ژي جنپنگ وکړه. په غونډه کې د ٢٩ هیوادونو د سر مشران شامل وو چې پکې د روس صدر ولادیمیر پوټن او ترکي صدر رجپ طیب هم شامل وو. د چین دوو اهمو گاونډي هیوادونو، جاپان او هندوستان په غونډه کې د برخه اخستلو دنه ډډه وکړه.

غونډه ته خپله وینا کې نوازشریف وویل په سیمه کې چین د اقتصادي منصوبې د ترهگرۍ په ختمولو کې هم لاس کولی شي. هغه وویل هیواد يي خپلو گاونډیانو سره د اختلافاتو ختمولو د ښه گاونډي توب په تگ لاره کار کوي.

د ښه گاونډیتوب په اړه خبرې نوازشریف په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د پولې په سر جگړه کې د ١٠ نه زیات کسان وژل شوي دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د چمن سرحدي لاره لا وس هم بنده ده.

په بیجنگ کې خپل تقریر کې نوازشریف د چاینا پاکستان اکنامک کاریډور یا سي پیک منصوبې ذکر هم وکړه او وې ویل د سي پیک په منصوبو کار جاري دی.

د سي پیک ناقدین وايي ددې مقصد زیاتره پنجاب ته اقتصادي گټې رسول دي، چې د وزیراعظم نوازشریف پلرنۍ صوبه او د سیاسي قوت مرکز دی.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر چې د ډیر وخت راهسې په سي پیک کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د حقونو دپاره غږ پورته کوي، وايي که چرې په سي پیک د وړو صوبو تحفظات لرې نه کړی شول او دا منصوبه په موجوده نقشه جوړه کړی شوي نو په نتیجه کې به د پاکستان د مختلف قامونو ترمنځ د اختلافاتواور رادننه وځي.

په دي موضوع نورتفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگریب خان رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG