لاس رسیدونکی لینک

په خیبر پښتونخوا کې د چین قونسلخانه او صوبې ته د چین نیغ په نیغه د جهازونو پروازونه


د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک ویلي په صوبه کې د اقتصادي پرمختگ دپاره يي چینايي کمپنو سره په صوبه کې د ٢۴ ارب ډالرو مالیت سرمایه کارۍ یاداشتونه لاس لیک کړې دي.

په چین کې په یوه اقتصادي غونډه کې د شرکت ورسته هیواد ته په ستنیدو، پرویز خټک وویل صوبايي حکومت او مقامي سرمایه کارانو په صوبه کې د ٨٠ نه زیاتو منصوبو په اړه یاداشتونه لاس لیک کړې دي.

صوبايي حکومت او د صوبې سرمایه کارانو په چین کې په دوه ورځنۍ چاینا روډ شو کې برخه واخیسته. روډ شو یو قسم نندار تون وي چې پکې اکثره سرماکارانو ته هغه مدونه ښودلی کیږي چې د پنگو لگولو امکان پکې موجود وي.

پرویز خټک وویل داسې هیڅ قسمه سرمایه کارۍ په اړه يي یاداشت نه دی لاس لیک کړی چې چین پکې د قرض اخیستلو شرط موجود وي. هغه وویل د پرمختگ دغه منصوبې به بالاخر هم د صوبې په گټه وي.

پرویز خټک وویل چین نه يي غوښتنه وکړه چې په صوبه کې دې خپله قونسلخانه پرانځي او خیبرپښتونخوا سره دې مسافرو دپاره نیغ په نیغه پروازونه شروع کړي. هغه وویل صوبې سره تعلق لرونکي خلک په لویه شمیره کې د چین سفر کوي.

د اعلا وزیر پرویز خټک ناقدین وايي حکومت يي صوبې د اقتصادي پرمختگ دپاره خاص د ذکر وړ اقدامات نه دي کړي او که څه هم پرویزخټک دعوې کوي خو د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې يي صوبې د حقونو تحفظ نه دی کړی.

خیبر پښتونخوا کې د چین د سرماکارۍ په اړه د اعلا وزیر پرویز خټک د وینا نور تفصیل پیښور نه د وي او ای خبریالې سعیده قاسم شاه په رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG