لاس رسیدونکی لینک

چین غواړي افغانستان هم د چین پاکستان د لویې اقتصادي لارې له پروژې سره ونښلوي


سړک دلارې به پیښور د کابل، کندوز او بیا مرکزي ایشیا سره تړل کیږي او لنډي کوتل نه به د ریل پټلۍ جلال اباد ته وغځولی شي. هم دغه رنگ چمن څخه به د ریل پټلۍ سپین بولدک پورې رسولی شي

پدغې سترې پروژه کې د لنډي کوتل نه جلال اباد او د چمن نه تر سپین بولدک پورې د اورګاډي د دوو پټلیو غزول او د پيښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول شامل دي.

همدارنګه ددغې پروژې یوه برخه دا هم ده چې د کونړ د سیند پر سر به د برښنا یو ستر بند هم جوړ شي.

د ستراتیژیکو او سیمه ایزو څیړنو د مرکز افغان څیړونکی احمد بلال خلیل، وایي په پاکستان کې د ٥٠ میلیاردو ډالرو په ارزښت ددغې پروژې د سم پرمختگ د ډاډمن کیدو لپاره چین اړ دی چې افغانستان ته مخه کړي.

ښاغلی خلیل ددغه پروژې پلي کیدل د افغانستان د امنیت او اقتصاد په گټه هم گڼي.

چین ته مهمه ده چې د منځني ختیځ هیوادونو ته وښیي هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو د یو زبر ځواک په توگه ترسره نه شو کړای، بیجنگ کولای شي هغه پلي کړي.

په بیجنگ کې میشت د "چینا پالیسي" په نامه د مشورتي بنسټ رئیس ډیویډ کیلی، وایي چین هیله من دی چې د یو کمر بند یوې لار د نوښت یوه برخه له افغانستان نه تیره شي او ددې هیواد په امنیت او اقتصاد کې مثبت بدلون رامنځ ته شي، هغه څه چې د هغه په اند پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو ونشو کړای.

د چین لخوا دغه نوې لاره به له پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، افغانستان او ایران څخه تیریږي.

XS
SM
MD
LG