لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بامیانو کې د بودا مجسمې مذهبي لیونتوب ماتې کړي


نزدې شپاړس کاله پخوا سپوږمۍ به یا د ١۴ مې او یا د ١٥ مې وه- د شپې د دولسو نه اوښتې وې-شین اسمان وو-د سپوږمۍ او ستورو رڼا کښې د بامیانو د خاورو جوړ سور بخن خټان، د لارې سره د روانو اوبو خوړونه یا نالۍ ، ځایې پر ځایې خړ کورونه او کله کله شنکي ښکاریدل-

دا د کال ٢٠٠٠م د اپریل میاشت وه- کابل کښې طالبان واکمن وو- مولوي قلم الدین د طالبانو د (امربالمعروف و نهی عن المنکر) په نوم د وزارت مشر وو- د طالبانو یاد ملا د هغه وخت په ټولو ملایانو کښې زیاته دبدبه لرله- هغه ته ښځه فتنه ښکاریده- پتلون ورته د "کافر" جامه ښکاریده- عکس کښې يي شیطان لیدلو- او ځان یې د حضرت ابراهیم علیه سلام نه ورسته لویې بت شکن گڼلو-کابل کې کنټینینټل هوټل کښې ېې یو ځل په خپل لاس د لرگې نه جوړه د بودا مجسمه په تبر ماته کړې وه-

د ملا قلم الدین او د طالبانو د نورو مشرانو پام ورو ورو په بامیانو کښې د څلورمې او پنځمې پیړۍ د بودا لویو دوهمجسمو ته واوښت- لومړی کار یې دا وکړو چې د بودا مجسمو ته یې د بهرنیو او خبریالانو په سفر بندیز ولگوو-

بامیانو ته څنگه لاړو؟

هم دغه ورځو کښې زه او درې نور بهرني خبریالان کابل ته په دې غرض تلي وو چې بامیانو ته به ځو- د طالبانو د وخت څو دفترونو او وزارتونو ته لاړو- خو هرې خوانه هم دا ځواب وو چې بامیانو ته په تگ بندیز دی- دفتري مامورینو د بندیز علت د ملا قلم الدین فرمانونه او د نورو طالب مشرانو نا خوښي ښودله-

د هرې خوا نه د اجازې نه ترلاسه کولو ورسته مونږ د طالبانو د خارجه چارو د وزیر مولوي وکیل احمد متوکل ته ځان ورسو- هغه مو د خپل سفر په هدف قانع کړو او بیا یې راته د وزارت په یو کاغذ اجازت نامه راکړه- هم ددې لیکلې کاغذ په برکت د کابل نه تر بامیانو پورې په ١٧ ساعتو کښې ورسیدو- لاره زیاته کچه وه- ځایې پرځایې د شا او خوا غرونو نه د واورې اوبه په لاره بهیدې- کله کله به لاره دومره تنگه وه چې یو موټر یا ټرک به د یوې مخې نه تیرېدلو نو بل به ورته د لارې په بل سر کښې تم وو-

اکثره بسونه او ټرکونه د زړې زمانې وو- په لاره د نزدې کلیو خلکو په څیرو بې وزلي او غربت ښکاریدو- د یخ د لاسه چاودې مخونه، گونج تندي، چاودي پوندې، په غاړه زاړه او شلیدلي کالي (جامې) او د طالبانو ویره، په هر مخ ځلیدله-

د بودا لومړی زیارت:

په نیمه شپه کښې د بامیانو مرکز ته ورنزدې شو- د سپوږمۍ په رڼا کښې د سفر هره شیبه نوره هم خونده وره کیدله- په گاډي کښې ناستو درې نورو خبریالانو هم بهر کتل-

هرې خوا ته سپینه رڼا، زر زر بدلیدونکې نظاره، کله خټ، کله اوبه، کله اوچه، کله د خړو کورونو کلي، کله شنه پټي، کلی اونې، کله خړ میدان، کله د لرگو دلۍ، کله په اسمان کښې د یو لرې ځلیدونکې ستوري ننداره، کله د پړقیدونکي سپوږمۍ سره یو شان سفر-

اوبیا ناگهانه په دغه سپینه رڼا کښې د بودادوه لويې مجمسې-

په گاډي کښې ناستو کسانو لپاره دا داسې ښکاریدل چې لکه مونږه چا ناڅاپه د مجسمو په غیږه کې ورواچولو او ناڅاپه مونږه ټولو د حیرانتیا نه چغه کړه- هم دغه د سپوږمۍ په رڼا کښې په بامیانو کښې د بودا د مجسمو زما لومړنې زیارت وو-

د بودا نه هېردونکې نظاره

د بامیانو په مرکز کښې د ايران پخوانۍ قونصلگرۍ په ودانۍ کښې د شپې وروسته سحر چې راپاسېدلو نو د بودا مجسمې نورې هم راته نزدې ښکارېدې- داسې احساس مې کوو لکه چې تېره شپه بې غمه د بودا په غیږ کښې تېره شوي وي-د سحر چاېو وړاندې د ځايي طالبانو په څارنه کښې د بودا د مجسمو خوا له ورغلو- گېر چاپېره خلک او مونږ د دنگو مجسمو په پرتله لويشتکي، لويشتکي ښکارېدلو- یوه مجسه ١٧٥ فټه او بله ١٢٠ فټه دنگه وه - شا وخوا ورسره څو لویې او وړې نورې مجسمې هم ولاړې وې- لویه ډاگه یې مخې ته خوشې پرته وه - کېدلې شي څو پېړۍ پخوا په دغه خوشې ډاگه کښې په سوونو حاجیانو ورځې شپې تیرې کړې وي-

بودا د مذهبي جنونيت ښکار

د طالبانو او د هغوي د بهرنیو ملاتړو لپارهد افغانستان د کلتوري، تاريخي او د پېړېو راهسې تهذ يبي نښو نښانو څه ارزښت نه وو- دطالبانو ملاتړو او استاذانو افغانستان نه د هند په ضد لویه غربي مورچه جوړول غوښتل- ددغه هدف تر لاسه کولو لپاره دا ضروري وه چې هر افغان طالب جوړ شي او په مذهبي تندلاري توب کښې دومره ډوب شي چې د وطن سره تړلې تاريخي نښې هم پخپله ورانې کړي – هم دغه وجه وه چې د طالبانو د هغه وخت خپل سره امير ملا عمر د بودا د ماتولو فرمان ورکړو-

یو روایت دا هم دی ځينو طالبانو د بودا د مجسمو د ورانولو مخالفت کوو خو وايي چې ملا عمر ورته ويلي وو په خوب کښې ورته د بودا د ماتولو حکم شوې دی- شپاړس کاله پخوا د ملا عمر په حکم هم په نن ورځ طالبانو د بودا مجسمې په بمونو والوځولې- د طالبانو په دغه عمل افغانستان تاريخ بایلو او طالبانو د خپل مذهبي لیونتوب ارمان پوره کړو-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG