لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنگله دیش د پارلیمنټ پخواني غړي ته د مرگ سزا اورول شوي ده


د ازادۍ په جنگ کې په جنگي جرمونو کې په مشکوک توگه ککړو کسانو ته سزا ورکولو دپاره وزیراعظمې شیخ حسینه واجد دا خصوصي عدالت یا ټرایبیونل په کال ٢٠١٠ کې قائم کړی دی. تراوسه ٢٠ کسانو ته سزاگانې ورکړی شوي دي چې زیاتره پکې د جماعت اسلامي سره تعلق لري
د ازادۍ په جنگ کې په جنگي جرمونو کې په مشکوک توگه ککړو کسانو ته سزا ورکولو دپاره وزیراعظمې شیخ حسینه واجد دا خصوصي عدالت یا ټرایبیونل په کال ٢٠١٠ کې قائم کړی دی. تراوسه ٢٠ کسانو ته سزاگانې ورکړی شوي دي چې زیاتره پکې د جماعت اسلامي سره تعلق لري

د بنگله دیش یو خصوصي عدالت د پارلیمنټ پخواني رکن سخاوت حسین ته د کال ١٩٧١ پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د جنگي جرمونو په الزام د مرگ سزا واورولې ده. هغه د غیرقانونه ټاکل شوي گوند جماعت اسلامي غړی هم پاتې شوی دی.

د شورو، پنجشنبې، په ورځ سزا د اورونې په وخت سخاوت حسین په عدالت کې موجود وو. دشپږو نورو کسانو خلاف مقدمه د دوي په غیر موجودگۍ کې چلول شوي ده.

سخاوت حسین په هغه وخت اسلامي چاترو شنگو یا د جماعت اسلامي د طالب علمانود څانگې د مرکزي کمیټۍ غړی و. په هغه الزام دی چې د یو مقامي کمانډر په حیث يي د پاکستاني عسکرو کومک کولو.

ورسته سخاوت حسین جماعت اسلامي پریښوده او د پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیا بنگله دیش نیشنلسټ پارټۍ کې يي شمولیت اختیار کړو.

په هغه د مقدمې په مهال سخاوت حسین د بنگله دیش پخواني فوجي واکدار صدر محمد ارشاد جاتیا پارټۍ کې هلې ځلې کولې.

بنگله دیش وايي د کال نونسو یو اوایم پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې پاکستاني عسکرو د ځايي مرستیالانو په مرسته دیرش لکه کسان وژلي او د دوو لکو زنانه و سره يي جنسي زیاتی کړی دی.

د ازادۍ په جنگ کې په جنگي جرمونو کې په مشکوک توگه ککړو کسانو ته سزا ورکولو دپاره وزیراعظمې شیخ حسینه واجد دا خصوصي عدالت یا ټرایبیونل په کال ٢٠١٠ کې قائم کړی دی. تراوسه ٢٠ کسانو ته سزاگانې ورکړی شوي دي چې زیاتره پکې د جماعت اسلامي سره تعلق لري.

د امریکې په شمول گڼ شمیر د انساني حقوقو تنظیمونو د بنگله دیش په ټرایبیونل تشویش څرگند کړی دی چې د انصاف تقاضي نه پوره کوي او د عدالتي کاروايي نړي وال معیار سره هم سمون نه خوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG