لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځی عملیاتوکي یواځي پښتانه او بلوڅان ځورولی کیږي؛ ماما عبدالقدیر


پوځی عملیاتوکي یواځي پښتانه او بلوڅان ځورولی کیږي؛ ماما عبدالقدیر
پوځی عملیاتوکي یواځي پښتانه او بلوڅان ځورولی کیږي؛ ماما عبدالقدیر

بلوڅ ملت پاله ګوندونه تورلګوي چي پوځي اپریشنونه (عملیات) د بلوڅانو دځورول لپاره کېږي- دغه ګوندونوه او ډلې د ناراضه بي درکه شوو بلوڅانو شمیره په زرګونو کښي ښائي-

دبي درکه شوو بلوڅانو لپاره غږکونکي ماما عبدالقدیربلوچ وي او ای ډیوه ته وائي: په بلوچستان کښی د څوکالو راسي تراوسه پوري د بي درکه شوو شمیره 35000 پوری رسیدلي ده-

د بلوچستان دکورنیو چارو صوبایي وزیر سرفراز بګټي دغه ټول تورونه رد کړي او دایې یو پراپګینډه بللي. صوبایي وزیر سرفراز بګټي وائي ناڅرګنده بلوچ د هند او افغانستان استخباراتي ادارو په ملا تړ د پاکستان په فوځ او نورو ادارو حملي کوي تر څو د چین سره دپاکستان اقتصادی کاریډورناکامه کړي-

ماما عبدالقدیر په وینا په بلوچستان کښي په پوځي اپريشن کښی دوژل شوو شمیره د اتو نه لسو زرو پوری ده- هغه وائي چه د بي دکوره او وژلو شوو خلکو لسټونه لری-

تیره ورځ بلوڅ ملت پاله ډلي (بی این ایم) خپل يوروستي رپورټ کی تورلګولي چي تیره میاشت په بلوڅ سیمه کی 121 عملیات شوي وو چي پکښي پاکستاني عسکرو 424 بلوڅان نیولي وو او هغه تراوسه بي درکه دي- رپورټ کي اوئیل شوي چه په دي عملیاتو کی 87 کورونه هم سوزول شوي دي-

ماما عبدالقدیر په وینا بلوڅان داحتجاج په توګه په سر شمیرنه کي برخه نه اخلي خو امنیتي اداري په داسې کولو دوي مجبوره کوي-

که څه هم د پاکستان پارلیمان کښي قام پرست ګوندونه خپل حق لپاره اوازپورته کوي خو قامي میډیا ورته مناسب ځائي نه ورکوي

نن صبا په فیسبوک یو ویډیو ډیر زیات کتلي شوي چه پکي د واکمن ګوند مسلم لیګ غړي جعفرخان مندوخیل د بلوچستان اسمبلي ته وئیلي چي پښتانه په پاکستان کي په دویم نمبر لویه ابادی لری خو پښتون قام ته د ترھګر په سترګه کتلي کیګی- دھغه په فکردا د پاکستان یوالي لپاره یو لوي خطر جوړیدی شي-

بل اړخ ته ځائي خلک د پاکستاني عسکرو لخواه د پښتنواو بلوڅانوسیمو کښی د زورلو خبرونه په سوشل میډیا هم خوره وي-

د رواني میاشت په اتم نیټه دټیوټرد لارې یو ځائي تن حمال حیدر لیکی: پاکستان دلوږي یو منظم پالیسی لاندي کارکوي او په ټول بلوڅ سیمه کی د کروندګرو فصلونو ته اور لګوي.

که څه هم د پاکستان چارواکي د ضرب عضب او رادلفساد په نوم اپریشنو د کامیابي ادعا کوي خو د بشري حقونو دپاره کارکونکي ورته د شک په نظر ګوري او وائي ترسوه دغه سیموته ده بشري حقونو کارکونکي او خبریالان تګ راتګ نشي کولي او نه په ازاده توګه ددغه خبرونو تائید کیدشي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG