لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټه کور په امنيت ټينگولو کې ناکامه شوی دی-


په کوټه ښار کې دوه میاشتې او شپاړس ورځې وروسته دا بله غټه حمله ده چې پکې ېو شپیته د پولیسو محاصيلين عسکر وژل شوي دي – په تیر بريد کې د شپېتو څخه زیات وکيلان او یو شمېر نور ولسي وگړي وژل شوي وو-

کوټه د ډېرې مودې راهسې د پاکستان پوځ او ملېشا ځواکونو تر څار لاندې ده- دغه ښار په تیرو څو کلنو کې د قبایلي سيمې په شان د ترهگرو ډلو او په افغانستان کې په ترهگرۍ ککړو افغان طالبانو مرکز جوړ شوی دی-

د پاکستان په پوځي او پوځ پلوه حکومتي ادارو تور دی چې ترهگرې ډلې او افغان طالبان په بلوچستان صوبه او گاونډي افغانستان کې مخالف سیاسي تحريکونو، د بلوڅانو غورځنگ او افغانستان کې د طالب پلوه واک جوړولو لپاره کاروي- پاکستان تل دغه تورونه ردوي خو تر اوسه یې نړۍ او هیواد کې د پوځ د تگ لارې ناقدين قانع کړي نه دي-

کوټه د اسلام اباد څخه لرې د بلوچستان صوبې تر ټولو اباد ښار دی- دنزدې دوه میلینه خلقو ښار کې د طالبانو کوټه شورا او د بلوڅو پر ضد جوړ شوي تنظيمونه په اسانه ژوند کوي-

په ښار کې د پوځ د یو بشپړ کور یا دوه ډویژنه پوځ مرکزي دفتر موجود دی- د کوټه کور د بلوچستان صوبې ، افغانستان او ايران سره تړلې پوله او د عرب سمندرگي سره د جختې سيمې څارنه کوي خو د تر هگرۍ وروستۍ پېښې او د کوټه ښار خرابیدونکې وضعه ښاېي چې د کوټه کور په امنيت ټينگولو کې ناکامه شوی دی-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG