لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونس خان ۱۰ زره رنزونه جوړونکی د پاکستان وړومبی لوبغاړی


نوموړي خپله دغه بريا د "خپلې کورنۍ، پاکستان او پخواني کوچ باب وولمر په نوم کړې ده".
نوموړي خپله دغه بريا د "خپلې کورنۍ، پاکستان او پخواني کوچ باب وولمر په نوم کړې ده".

د خېبرپښتونخوا مردان سره تعلق لرونکي د پاکستان ستوري لوبغاړي يونس خان په نړيوال ټيسټ (پینځه ورځني) کرکټ کې لس زره رنزونه پوره کړه.

يونس خان د پاکستان وړومبی او د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې په نړۍ کې ۱۳م لوبغاړی شو چې لس زره رنزونه یې جوړ کړه.

نوموړي خپله دغه بريا د "خپلې کورنۍ، پاکستان او پخواني کوچ باب وولمر په نوم کړې ده".

۳۹ کلن يونس خان د کنګسټن په لوبغالي کې د ويسټ انډيز په ضد روان ټېسټ مېچ په درېمه ورځ هغه وخت په دې ريکارډ جوړولو کې بريالی شو چې په لسو زرو کې ورته ۲۳ رنزونه کول پاتې وو.

په کال ۲۰۰۰م کې د کرکټ پېل کولو څخه وروستو نوموړی په ۱۱۶ ټيسټ مېچونو کې لوبېدلی او د ويسټ انډيز سره روانو لوبو پس يې د نړيوال کرکټ نه د ريټايرډ کېدو اعلان کړی دی.

هغه په کرکټ کې څو ريکارډونه په خپل نوم کړي دي.

نوموړي په ټيسټ لوبو کې ۳۲ سنچريانې (سليزې) او په ۲۰۰۹م کې د سري لنکا په ضد يو مېچ کې ۳۱۳ رنزونه جوړول ياده لوبه ده.

د نوموړي په کپتانۍ کې پاکستان په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټوېنټي کرکټ نړيوال کپ هم ګټلی وو،

يونس خان د روانې میاشتې په اتمه نېټه د ټيسټ کرکټ نه د ريټائرډمنټ اعلان کړی او ويسټ انډيز سره روانې لوبې يې اخرنۍ لوبې دي.

هغه په ۲۰۰۹م کې د ټيوټيونټي او ۲۰۱۵م کې د يو ورځني کرکټ نه د ريټائرمنټ اعلان کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG