لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاناما قضيه: عمران او زرداري د نوازشريف نه د استعفی ورکولو غوښتنه کړې


اصف زرداري دا هم وويل پيپلزپارټۍ او قام ته کله هم د دې ججانو نه کله هم انصاف نه دی ترلاسه شوی.
اصف زرداري دا هم وويل پيپلزپارټۍ او قام ته کله هم د دې ججانو نه کله هم انصاف نه دی ترلاسه شوی.

د سترې محکمې د پاناما په حقله د فېصلې راتلو وروستو د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د "وزيراعظم نوازشريف نه د استعفی ورکولو غوښتنه وکړه". هغه وويل نوازشریف سره نور اخلاقي جواز نه دی پاتې چې د وزيراعظم په چوکۍ پاتې شي.

د تحريک انصاف غبرګون

عمران خان وويل "د پاناما کېس کې ججانو د وزيراعظم نوازشريف د مني ټرېل ثابتولو په اړه ثبوتونه رد کړه".

هغه زياته کړه "نوازشريف سره د وزيراعظم پاتې کېدو اخلاقي جواز نه دی پاتې او لږترلږه د ګډې تحقيقاتي ډلې د پلټنو د وخت۶۰ ورځو دپاره خو دې استعفی ورکړي او که پاک ثابت شو بيرته دې راشي".

هغه دا هم وويل چې عدالتي امر کې نېب ته په خپل کار کې د پاتې راتلو ويل شوي ، او زياته يې کړه د ائي اېس ائي او اېم ائي نه علاوه خو نورې ادارې خو د نوازشريف لاندي دي څنګه به پلټنې کوي.

د پاکستان پيپلزپارټۍ غبرګون

په پارلیمان کې د حکومت مخالفه ډلې پاکستان پيپلزپارټۍ مشر اصف علي زرداري د پاناما په حقله د "سترې محکمې قضيه رد کړه، او هغه هم د نوازشريف نه د استعفی" ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل د پاناما کېس قضيه کې "دوه ججانو ته سلام کوم چې وزيراعظم ته يې نااهله ويلي چې هغه صادق او اhمين هم نه دی او زياته يې کړه نوازشريف ته په اخلاقي توګه استعفی ورکول پکار دي".

اصف زرداري دا هم وويل پيپلزپارټۍ او قام ته کله هم د دې ججانو نه کله هم انصاف نه دی ترلاسه شوی.

نوموړي په عمران خان هم نيوکه وکړه چې د دوي سره ملګری شي اول به قانون سازي وکړو او بيا به عدالت ته لاړ شو ولې هغه يې ونه منله.

د پيپلزپارټۍ سېنېټر او قانون پوهه اعتزازاحسن ويل د "درېو ججانو فېصله ناقصه ده او دوي د دوه نورو ججانو فېصله رد کړې هم نه ده"، او زياته يې کړه چې "درې ججانو قوم مايوسه کړو او دا د سترې محکمې نااهلي ده".

د پښتنو قام پرستو ګوندونو د پاناما په فېصله مايوسي

پښتنو قام پرستو ډلو هم د پاناما په حقله د سترې محکمې په قضيه د مايوسۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې په هېواد کې کله هم د پنجاب د زورورو قوتونو احستاب نه دی شوی.

د عوامي نيشنل ګوند غبرګون

د پښتون قام پرسته ګوند عوامي نيشنل ګوند ذاهدخان وايي د "پاناما په سر د عمران خان او نوازشريف ترمنځ د تحت لاهور جګړه وه او د بډو رشوتونو د مخې نيولو دپاره کلکه قانون سازي او ادارې پياوړې کول غواړي".

پښتونخوا ملي عوامي پارټي غبرګون

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د "دوي هغه ګُمان نن د سترې محکمې قضيې ثابت کړو چې په پاکستان کې کله هم د زورورو احتساب نه دی شوی".

د قومي وطن پارټۍ غبرګون

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ وايي، د "عدالت د پرېکړې هرکلی کوي او په د پلټنو دپاره ګډې ډله به هر څه په ډاګه کړي"، هغه ويلي عدالت د کېس اورېدنې په وخت د ترلاسه شواهدو په رڼا کې فېصله اورولې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG