لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستره محکمه سبا په (پنجشنبه) د پاناما فېصله اوروي


تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاناما پېپرز انکشافات مخې ته راغلي وو.
تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاناما پېپرز انکشافات مخې ته راغلي وو.

د پاکستان سترې محکمې ويلي د پاناما پېپرز کېس فېصله سبا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ماسپښين په دوه بجې اوروي، د کېس فېصله د فرروۍ د میاشتې په ۲۳م نېټه محفوظ کړی شوې وه.

د فېصلې نه وړاندې سياسي غبرګون

په پارليمان کې د مخالفه ډلو مشر خورشيد شاه وايي د پاناما پېپرز کېس رياست پياوړی کولی هم شي او کمزوری کولی هم.

هغه ويلي سبا معجزه هم کېدی شي، او د جسټس منير نه تر انوارالحق پورې د سترې محکمې په فېصلو چې کوم غبرګون راغلی هغه حالات نور ؤ، اوس يو څيز نشي پټېدی.

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ د رېلوی وزير خواجه سعد رفيق ويلي، پاناما کېس جمهوريت له د قبر کنستو او ملکي پرمختګ، ثبات او جمهوري تسلسل په ضد سازش کیږي.

د حکومت اتحادي ډلې جی يُو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ويلي د پاناما په مسله د قام وخت ضايع کولی شي.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د جمعې په ورځ په ملک کښې د شکر د ورځې نمانځلو اعلان کړی دی.

راپورونه وايي، پي اېم اېل (ن)، پيپلزپارټۍ او پي ټي آئي نن ماښام خپلې خپلې غونډې هم رابللي دي.

د پاناما فېصله محفوظ

د سترې محکمې د جسټس آصف سعيدکهوسه په مشرۍ د پينځه ججانو بېنچ د پاناما کېس اورېدنه کړې او د ۲۶ اورېدنو وروستو یې د فرورۍ په ۲۳م د کېس فېصله محفوظ کړې وه.

جسټس آصف کهوسه د فېصلې محفوظ کولو په وخت ويلي ؤ تفصيلي فېصله به په مناسب وخت اوروي او عدالت داسې فېصله اورول غواړي چې ۲۰ کاله وروستو يې هم خلک اووايي چې فېصله په انصاف وه.

د بېنچ په نورو ججانو کې جسټس اعجاز افضل خان، جسټس ګلزاراحمد، جسټس عظمت سعيد او جسټۍ اعجازالحسن شامل ؤ.

له دې وړاندې د مشرقاضي انورظهيرجمالي په مشرۍ بنچ نهه اورېدنې کړې وې.

د روانې مياشتې په اتمه نېټه د پوځ وياند ويلي ؤ پوځ هم د هر پاکستاني په شان د پاناما کېس د انصاف او مېرټ په اساس د فېصلې انتظار کوي.

اصف غفور په لندن کې رسنیوسره په خبرو کې د پاناما د فېصلې په اړه پوښتنې ته دغه ځواب ويلی ؤ.

د پاناما کېس فريقېن

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او شېخ رشيد عدالت ته خواستونه شوي وو. دوي په پاناما کې د وزيراعظم د بچو د نومونو راتلو پس د هغه د نااهله کولو دپاره خواستونه کړي، چې هغه د مئ په مياشت کې په قامي اسمبلۍ کې د بيان نه وړاندې په پينځم اپرېل قام ته په وينا کې غلط بیاني کړې ده.

په ستره محکمه کې د وزیراعظم، د هغه د بچو، پي ټي آئي، جماعت اسلامي او شېخ رشيد وکيلانو دليلونه وړاندې کړي، او عدالت ويلي فرېقېنو نزدې ۲۶۰۰۰ اسناد د دليل په توګه وړاندې کړي چې زياتره يې په قانوني شهادت پوره نه ختل.

په اورېدنه کې د وزيراعظم اسثنی، د قطري شهزاده خط او د کېس اورېدنې په هره ورځ د عدالت په وړاندې د رسنيو سره د فريقېنو خبرې د ياد وړ کارونه پاتې شوي دي.

پانامام پېپرز

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاناما پېپرز انکشافات مخې ته راغلي وو.

دپاناما لا فرم موساک فونسيکا کې نامعلومو سرچينو په واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ ١٥ لکه دستاويزات ورکړي چې ترې معلومه شوې وه د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کيدو لپاره خپله پېسه د ملک څخه بهر ليږلې او ايښودې ده.

په دغو شخصياتو کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د هغه د درېو بچو مريم نواز، حسن نواز او حسېن نواز نومونه شامل وو، په دغه ريکارډ کې ویل شوي چې دې کسانو د بهرنو کمپنيو د لارې په لندن کې جایدادونه جوړ کړي دي.

د پاناما مخې ته راتلو وروستو عمران خان د وزيراعظم نوازشريف په ضد د سمدستي کارروايۍ غوښتنه کړې وه.

د نوازشريف ځوې حسېن نواز په هغه وخت ويلي کورنۍ يې څه غلط نه دي کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG